نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي
امریکا د ایران پر وړاندې د پراخې جګړې اعلان وکړ او خبرداری ورکړ چې کیدای شي پدې جګړه کې امریکا ته هم ځاني زیانونه واوړي
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي
ټرمپ وایي امریکا په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي / Reuters

 
ټرمپ د توغندیو او سمندري ځواک د له منځه وړلو لپاره پر ایران د امریکا د بریدونو اعلان وکړ، د مرګ ژوبلې خبرداری یې ورکړ او پر ایراني ځواکونو یې د تسلیمېدو غږ وکړ.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل چې امریکا متحده ایالاتو په ایران کې "پراخ جنګي عملیات" پیل کړي دي او خبرداری یې ورکړ چې ښایي امریکایي ځواکونو ته مرګ ژوبله واوړي.

دا بریدونه، چې د ټرمپ په وینا موخه یې د ایران د توغندیو له منځه وړل او د هغه هېواد د سمندري ځواک نابودول دي، د امریکا او اسرائیل له پرله پسې خبرداریو وروسته کېږي چې ویلي یې وو که ایران خپلو اټومي او بالستیک توغندیو پروګرامونو ته دوام ورکړي نو بیا به پرې برید وکړي.

ټرمپ په یوه ویډیو کې چې پر ټروت سوشل (Truth Social) خپره شوې وه، وویل: "زه دا څرګندونې په سپکه نه کوم. د ایران رژیم د وژلو هڅه کوي."

"ښایي د زړورو امریکایي اتلانو ژوند له لاسه ورکړو او ښایي موږ ته مرګ ژوبله واوړي، چې دا ډېری وخت په جګړه کې پېښېږي، خو موږ دا کار د اوس لپاره نه کوو. موږ دا د راتلونکي لپاره کوو، او دا یو سپېڅلی ماموریت دی."

ټرمپ د ایران د وسله والو ځواکونو، اسلامي انقلابي ګارډ (سپاه پاسداران) غړو ته وویل چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، او ژمنه یې وکړه چې هغوی ته به معافیت ورکړل شي.

د ټرمپ په وینا، بله لاره "حتمي مرګ" دی.

واشنګټن او تهران په وروستیو اونیو کې د ایران د اټومي هیلو په اړه یو لړ خبرې اترې وکړې.

تر ټولو وروستۍ خبرې د پنجشنبې په ورځ وشوې چې کومه هوکړه په کې ونه شوه.

ټرمپ وویل: "ایران انکار وکړ، لکه څنګه چې یې له لسیزو راهیسې کړی دی. هغوی له خپلو اټومي هیلو څخه د لاس اخیستو هر فرصت رد کړ، او موږ نور دا نشو زغملی."

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ