سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره: 'اروپا باید له ځانه دفاع وکړي، پر ځان تکیه وکړي'
د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د ټولنې له هېوادونو وغوښتل چې ستراتیژیکه خپلواکي ګړندۍ کړي، او ویې ویل چې د لا بې ‌ثباته نړیوال نظم پر وړاندې اروپا باید په چټکۍ سره خپل دفاعي او امنیتي توان پیاوړی کړي.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره: 'اروپا باید له ځانه دفاع وکړي، پر ځان تکیه وکړي'
د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره: 'اروپا باید له ځانه دفاع وکړي، پر ځان تکیه وکړي' / AFP

د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشره: 'اروپا باید له ځانه دفاع وکړي، پر ځان تکیه وکړي'

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسولا فون در لاین د ټولنې له هېوادونو وغوښتل چې ستراتیژیکه خپلواکي ګړندۍ کړي، او ویې ویل چې د لا بې ‌ثباته نړیوال نظم پر وړاندې اروپا باید په چټکۍ سره خپل دفاعي او امنیتي توان پیاوړی کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې ویلي، په نننۍ «خطرناکه» نړۍ کې اروپا باید د خپل امنیت مسوولیت پر خپله غاړه واخلي او پر بهرنیو تکیه کمه کړي.

اورسولا فون در لاین د چهارشنبې په ورځ د فرانسې په ستراسبورګ کې د اروپايي پارلمان غونډې ته، د پنجشنبې او جمعې د اروپايي شورا له غونډې مخکې، په وینا کې وویل چې نننی نړیوال چاپېریال «خطرناک او معاملاتي» دی او د جګړو او د جیوپولېټیک سیالۍ د زیاتېدو له مخې په نښه کېږي.

هغې وویل: «د دې نړۍ واقعیت دا دی چې موږ اروپایان باید له ځانه دفاع وکړو او پر خپل ځان متکي واوسو»، او ټینګار یې وکړ چې اروپا نور د نړیوال ثبات په اړه پر «زاړو انګېرنو» تکیه نه شي کولی.

هغې زیاته کړه چې اروپا «نه شي زغملی چې د نړۍ لیدلوري یې تعریف کړي»، او یادونه یې وکړه چې که څه هم د امریکا د ملي امنیت ستراتیژي په سمه توګه د نړیوال ناخالص تولید (GDP) په برخه کې د اروپا د ونډې کمېدل یادوي، خو متحده ایالات هم «په هماغه لاره روان دي».

فون در لاین استدلال وکړ چې اروپايي اتحادیې لا د خپلواکۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، په ځانګړي ډول د انرژۍ په سکتور کې. هغې وویل چې د REPowerEU پلان له مخې، له روسیې د ګاز واردات د اوکراین د جګړې له پیل سره سم له ۴۵ سلنې څخه ۱۳ سلنې ته راکم شوي، د سکرو واردات صفر ته رسېدلي، او له روسیې د خام تېلو واردات له ۲۶ سلنې څخه ۲ سلنې ته راټیټ شوي دي.

هغې په پای کې وویل: «د اروپا د خپلواکۍ پړاو باید نه درېدونکی وي.»

'نور یو انتخاب نه دی'

فون در لاین د دفاع او امنیت په برخه کې د چټک اقدام اړتیا هم یاده کړه او ویې ویل چې اروپا باید د عصري او ګډو (هایبرېډ) ګواښونو پر وړاندې د غبرګون وړتیا ولري.

هغې وویل: «اصلي خبره ساده ده — اروپا باید د خپل امنیت مسووله وي. دا نور یو انتخاب نه دی، بلکې یو حتمي ضرورت دی.»

فون در لاین زیاته کړه چې اروپايي اتحادیې د دفاع په برخه کې خپلې هڅې په څرګنده توګه زیاتې کړې دي، داسې چې تر ۲۰۳۰ کال پورې د نږدې ۸۰۰ میلیارده یورو (۹۳۷ میلیارده ډالرو) پورې پانګونې ته زمینه برابروي، په داسې حال کې چې په تېره یوه لسیزه کې یوازې ۸ میلیارده یورو پانګونه شوې وه.

هغې د جګړه ځپلې اوکراین ملاتړ «د اروپايي دفاع تر ټولو مهم اقدام» وباله، او د دوامداره مرستې لپاره د تمویل دوه انتخابونو وړاندیز یې په ګوته کړ: یوه د روسیې د کنګل شویو شتمنیو پر بنسټ، او بله د اروپايي ټولنې د پور اخیستنې له لارې. هغې د اروپايي ټولنې له مشرانو وغوښتل چې د روانې اونۍ د اروپايي شورا په غونډه کې پرېکړه وکړي، ترڅو د راتلونکو دوو کلونو لپاره د اوکراین مالي ملاتړ خوندي شي.

وپلټۍ
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو
زیلینسکي په اروپايي ټولنه کې اوکراین ته د لنډمهاله غړیتوب پر وړاندیز سخته نیوکه وکړه
د تورکیې استخباراتو په سوریه کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش ۱۰ مشکوک کسان ونیول
امریکایي محکمې د محمود خلیل د حکم له بیا کتنې ډډه وکړه.
نړیوال بانک ویلي دي چې د ایران جګړې په درشل کې ۲۷ هېوادونه بحراني فنډونو ته د لاسرسي په لټه کې دي
د چین په شمال کې په د سکرو په یو کان کې چاودنې ستره فاجعه رامنځته کړې ده.
د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر وکړ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده