ټرمپ د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې خپل مرستیال جي ډي وینس غوره او احتمالي نوماند وباله.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل  چې د هغه مرستیال، جي ډي وینس، د "امریکا له سره لویه کړۍ ، یا " (MAGA) غورځنګ د مشرتابه او په ۲۰۲۸ کال کې د ولسمشرۍ  لپاره تر ټولو غوره نوماند دی.

/ AP

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل  چې د هغه مرستیال، جي ډي وینس، د "امریکا له سره لویه کړۍ ، یا " (MAGA) غورځنګ د مشرتابه او په ۲۰۲۸ کال کې د ولسمشرۍ  لپاره تر ټولو غوره نوماند دی.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ  "امریکا له سره لویه کړۍ ، یا " (MAGA) غورځنګ چې د هغه د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال شهرت ته رسیدلی دی د راتلونکي مشر په توګه  د جي ډي وینس د نوماندۍ په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل "ښه،زما په اند که چیرې په انصاف سره وغږیږو  احتمال همداسې ښايي، هغه مرستیال  ولسمشر هم دی."

هغه زیاته کړه: "دا لا ډېر وختي دی چې په دې اړه خبرې وشي، خو بې له شکه هغه ډېر ښه کار کوي، او په دې وخت کې به شاید د خلکو ملاتړ هم  ترلاسه کړي."

ټرمپ د نورو جمهوري غوښتونکو شخصیتونو یادونه هم وکړه چې د MAGA غورځنګ په راتلونکي کې رول لوبولی شي، په ځانګړې توګه د هغه د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو.

هغه وویل: "زه فکر کوم مارکو هم یو داسې څوک دی چې شاید په یو ډول له جي ډي سره یوځای شي."

له دې وړاندې د سه شنبې په ورځ، ټرمپ وویل چې هغه به "شاید" د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ لپاره نوماند نه شي. هغه CNBC ته وویل: "زه غواړم چې نوماند شم... زما د نظر پوښتنو شمېرې تر ټولو غوره دي چې ما کله لرلې دي."

د امریکا د اساسي قانون ۲۲مه تعدیل هر شخص ته اجازه نه ورکوي چې له دوه ځله زیات د ولسمشر په توګه وټاکل شي.

جي ډي وینس او مارکو روبیو ته لنډه کتنه:

جي ډي وینس، چې ۴۰ کلن دی او یو وخت د سمندري ځواکونو غړی و، د ټرمپ په اداره کې یې د پام وړ رول لوبولی. هغه د ټرمپ د کورنیو سیاستونو نه قوي دفاع کړې ده  او د بهرني سیاست د ملاتړ لپاره یو مهم ډیپلومات او استازی و.

وینس د اوهایو ایالت اوسېدونکی دی. هغه د سیاست ته له راتګ وړاندې یو وکیل او د پانګې اچونې متخصص و.

مارکو روبیو، چې د فلوریډا پخوانی سناتور دی، د یوې داسې ادارې مهم شخصیت ګرځېدلی چې د بهرني سیاست پیچلي مسایل یې حل کړي دي.

روبیو د هنري کیسنجر وروسته لومړنی کس دی چې د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار په توګه یې دنده ترسره کړې ده.

هغه د فلوریډا په میامي کې د کیوبا مهاجرینو په کورنۍ کې زېږېدلی. روبیو په ۲۰۱۰ کال کې د امریکا سنا ته وټاکل شو او په فبرورۍ کې د ۷۲م بهرنیو چارو وزیر په توګه تایید شو.