د پاکستان پوځ هند د ډرون الوتکو د بریدونو د شنډولو نه يي خبر ورکړ

د پاکستان پوځ د شپې په اوږدو کې د ۱۲ هندي ډرونونو د ویشتلو نه خبر ورکړی دی، او پر نوي ډیلي یې د هوايي حریم پرله‌پسې سرغړونو تور پورې کړی او  دا یې "د ښکاره تیري عمل" بللی دی.

/ Reuters

د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه اسرائیلي جوړ شوي هارپ ډرونونه په بېلابېلو ځایونو کې ویشتل شوي، چې پکې د کراچۍ او لاهور په څېر لوی ښارونه هم شامل دي.

هند په تېرو لسو کلونو کې له اسرائیل څخه د ۲.۹ میلیاردو ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات وارد کړي دي، چې پکې رادارونه، څارنیز او جنګي ډرونونه، او توغندي شامل دي.

د پاکستان د پوځ ویاند خبریالانو ته په یوه خبري غونډه کې وویل: "د ټولو اغېزمنو ځایونو څخه، چې د کراچۍ او لاهور ښارونو دننه هم شامل دي، د ډرونونو پاتې شوني راټولېږي."

پوځ وویل چې هند د وروستیو سرحدي بریدونو وروسته د ډرونونو بریدونه جاري ساتلي، خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان دغه ډرونونه یو په بل پسې شنډوي او له منځه وړي.

شریف وویل: "هند به د دې ښکاره تیري لپاره درنه بیه پرې کړي."

پوځ د ډرونونو پدې  بریدونو کې د ځاني تلفاتو یا د زیربناوو زیانونو به اړه معلومات ندي ورکړي، خو وویل چې د پاتې شونو د څېړنې وروسته به نور معلومات ورکړل شي.