د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ لیو خپل لومړنی بهرنی سفر تورکیې او لبنان ته کوي

واتیکان نیوز اعلان کړی چې پاپ لیو څوارلسم به راتلونکې میاشت په خپل لومړني بهرني سفر کې لومړی ترکیې او بیا لبنان ته ولاړ شي.

د کاتولیک مسیحیانو مشر پاپ لیو خپل لومړنی بهرنی سفر تورکیې او لبنان ته کوي / Reuters

پاپ لیو په خپل لومړني بهرني سفر کې تورکیې او لبنان ته ځي
پاپ لیو ټاکل شوې چې د خپل لومړني بهرني سفر په ترڅ کې ترکیې او لبنان ته ولاړ شي

واتیکان نیوز اعلان کړی چې پاپ لیو څوارلسم به راتلونکې میاشت په خپل لومړني بهرني سفر کې لومړی ترکیې او بیا لبنان ته ولاړ شي.

د واتیکان رسمي خبري پورټل ویلي: "د واتیکان د مطبوعاتي دفتر مشر، ماتیو بروني، اعلان کړی چې پاپ لیو به د روان کال د نومبر په وروستیو او د ډسمبر په لومړیو کې تورکیې او لبنان ته سفر وکړي."

دا سفرونه د پاپ په توګه له ټاکل کېدو وروسته له ایټالیا بهر د هغه د لومړني سفر برخه ده.

لیو به د نومبر له ۲۷مې تر ۳۰مې په تورکیه کې او بیا به د ډسمبر تر دویمې نېټې پورې په لبنان کې وي.