اردوغان د تورکي هېوادونو د سازمان د سرمشریزې د ملاتړ له امله له ټرمپ څخه مننه وکړه.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ټیلیفوني خبرې وکړې، چې په ترڅ کې یې دواړو مشرانو د تورکیې او متحده ایالاتو ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو (پېښو) خبرې وکړې.
د تورکیې د عامه اړیکو ریاست وویل، اردوغان ټرمپ ته وویل چې هغه تمه لري د دواړو هېوادونو ترمنځ همکاري لا نوره هم پراخه شي او ژمنه یې وکړه چې په راتلونکې موده کې به د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.
اردوغان د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه، وویل چې دا باید پای ته ورسېږي او غوښتنه یې وکړه چې شخړې باید د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.
هغه د سولې لپاره د تورکیې د پرله پسې هڅو ژمنه وکړه.
اردوغان همداراز هیله څرګنده کړه چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ډیپلوماتیکو هڅو ډېرېدل به بریالي شي.
هغه وویل چې ترکیه به په دې هڅو کې خپلې ونډې اخیستنې ته دوام ورکړي او له دواړو لورو سره یې د ښکېلتیا په زیاتوالي ټینګار وکړ.
د دغې اړیکې په ترڅ کې، اردوغان د ترکي هېوادونو د سازمان د سرمشریزې د ملاتړ له امله له ټرمپ څخه مننه هم وکړه.
د اکتوبر په ۲۸مه، اردوغان ټرمپ ته خبر ورکړ چې ترکیه او د مکې په ګډ دفاعي اتحاد کې د هغې شریکان د هرمز په تنګي او یمن کې پرمختګونه له نږدې څاري او د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل لپاره کار کوي.
ټرمپ یو ځل بیا د اکتوبر په ۲۹مه د تورکیې د جمهوریت د ورځې په نمانځنه کې د مشرانو په ګډون د یوې مېلمستیا پر مهال اردوغان ته ټیلیفون وکړ او د تورکي هېوادونو د سازمان د سرمشریزې لپاره یې خپلې نېکې هیلې وړاندې کړې.
د اذربایجان د بریا ورځ
د تورکیې د عامه اړیکو رئیس برهان الدین دوران اعلان وکړ چې د تورکیې ولسمشر اردوغان د یکشنبې په ورځ د اذربایجان د ولسمشر الهام علي یف په بلنه قراباغ ته سفر وکړي
دوران پر اېکس (X) شبکه په یوه خپور شوي بیان کې وویل چې دا سفر د اذربایجان د بریا د ورځې په مناسبت ترسره شي.
د دغه سفر په ترڅ کې، اردوغان او علي یف به دوه اړخیزې خبرې اترې وکړي ترڅو د تورکیې-اذربایجان د همکارۍ پر بېلابېلو اړخونو، او همدارنګه پر سیمه ییزو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړي.


























