نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید په روسیه کې هوايي ترافیک ګډوډ کړی
د دوهمې نړیوالې جګړې د پای ته رسېدو د ۸۰ کلیزې د لمانځلو لپاره د مې د نهمې نېټې د پوتین د رسم ګذشت څخه څو ورځې مخکې، له ۱۰۰ څخه زیاتو بې پیلوټه الوتکو په شپه کې روسیه په نښه کړه.
د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید په روسیه کې هوايي ترافیک ګډوډ کړی
/ Reuters

چارواکو د سه شنبې په ورځ وویل، تیره شپه د اوکراین لخوا د شپې په اوږدو کې پر روسیې د څه باندې سلو ډرون الوتکو سره بریدونو د روسیې په هوایي ډګرونو کې په هوايي ترافیک ځیني محدودیتونه ولګول شول. د ویلو ده چې دا بریدونو په مسکو کې د دویمې نړۍوالې جګړې د کلیزې د لمانځونو په اړه د تیاریو په درشل کیږي ترسره کیږي. .

دا بریدونه پداسې حال کې ترسره کیږي چې د روسیې پلازمینه مسکو د دویمې نړۍوالې جګړې د پایته رسیدو د ۸۰ کلیزې د لمانځولو لپاره چمتوالی نیسي. دا مراسم د ولسمشر پوتین په مشرۍ ترسره کیږي چې تمه کیږي د یو زیات شمیر هیوادونو مشران هم پکې ګډون وکړي.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین په ټیلیګرام کې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د هوايي دفاع ځواکونو ۱۹ بی پيلوټه الوتکې د مسکو شاوخوا وویشتې، او د ښار په جنوب کې یوه لویه لاره باندې د ډرونونو ټوټې ولوېدې، خو کوم زیان یې ونه رساوه.

د روسیې خبري اژانسونو د فدرالي هوايي ټرانسپورټ ادارې په حواله راپور ورکړی چې د مسکو په شمول له لسو څخه زیاتو هوایي ډګرونو کې په الوتنو محدودیتونه ولګول شول، خو د ښار په اصلي شیرمیټیوفو هوایي ډګر کې ترافیک په لویه کچه اغېزمن نه و.

بشپړه برېښنا پرې شوې ده

د روسیې رسنیو د مسکو په یوه سوپرمارکېټ کې د ماتې شوې کړکۍ او د یوه په نښه شوي یو استوګنیز ودانۍ عکسونه خپاره کړل.

هوایي ډګرونه په نورو ښارونو لکه ولګوګراد او نژني نووګورود کې هم اغېزمن شول.

د وورونژ او پینزا والیانو راپور ورکړ چې په خپلو سیمو کې یې په ترتیب سره ۱۸ او ۱۰ اوکرایني ډرونونه شنډ کړي، پرته له دې چې کوم زیان واړوي.

په کورسک سیمه کې، د ښاروالۍ سرپرست الکساندر خینشټین وویل چې د دوشنبې په شپه د ریلکس ښار په یوه برېښنايي سب سټیشن برید وشو، چې دوه ځوانان یې ټپیان کړل.

هغه په ټیلیګرام کې وویل: "د ښار په برید کې دوه ټرانسفارمرونه زیانمن شوي، او بریښنا په بشپړ ډول پرې شوې ده."

په اوکراین کې، د روسیې د ډرون برید د اوډیسا په سیمه کې یو کس وژلی، د سیمې والي اولیګ کیپر د دوشنبې په شپه وویل.

وپلټۍ
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو