اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
امریکا او اروپايي ټولنې د 'سختو خبرو اترو' وروسته سوداګریز تړون لاسلیک کړ
امریکا او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ یوه موافقه ترلاسه کړه چې د څو میاشتو نامعلوم وضعیت یې پای ته ورساوه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان وکړ چې د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسولا وان ډیر لاین سره یې په سکاټلنډ کې وکتل
امریکا او اروپايي ټولنې د 'سختو خبرو اترو' وروسته سوداګریز تړون لاسلیک کړ
/ Reuters

امریکا او اروپايي ټولنې د 'سختو خبرو اترو' وروسته سوداګریز تړون لاسلیک کړ

ټرمپ وايي، 'زه فکر کوم چې دا ډېره ښه ده چې موږ نن د لوبو کولو پر ځای یوه موافقه وکړه.'

متحده ایالات او اروپايي ټولنې د سوداګرۍ یوه موافقه ترلاسه کړه چې د څو میاشتو نامعلوم وضعیت یې پای ته ورساوه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ وروسته له هغې اعلان وکړ چې د اروپايي کمېسیون له مشرې اورسولا وان ډیر لاین سره یې په سکاټلنډ کې وکتل.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ د سکاټلینډ په ټرنبیري کې د خپل ګالف ریزورټ کې د خبرو اترو وروسته خبریالانو ته وویل: "زه فکر کوم چې دا ډیره ښه ده چې موږ نن د لوبو کولو پرځای یوه موافقه وکړه."

د امریکا ولسمشر وویل چې دی فکر کوي دا موافقه به دواړو خواوو لپاره "عالي" وي، چې د اروپايي ټولنې پر توکو د امریکا تعرفه ۱۵ سلنه ټاکي.

ټرمپ زیاته کړه: "دا به موږ یو بل ته نږدې کړي... دا یو ډول شراکت دی."

تر دې مخکې، واشنګټن د ۳۰ سلنه تعرفې د لګولو ګواښ کړی و.

د اروپايي کمېسیون مشرې هم دا موافقه وستایله او ویې ویل چې دا "یوه ستره موافقه" ده.

هغې زیاته کړه: "موږ یوه موافقه لرو؛ موږ د نړۍ د دوو لویو اقتصادونو ترمنځ د سوداګرۍ یو تړون لرو، او دا یوه مهمه معامله ده،" چې د "سختو خبرو اترو" پایله ده.

دغه تړون همداراز د اروپايي ټولنې له لوري د میلیاردونو ډالرو پانګونې او د انرژۍ پېرودلو ژمنې هم رانغاړي.

وپلټۍ
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
تورکیې د ملي استخباراتو سازمان (MİT) رئیس ابراهیم قالن د رسمي سفر په ترځ کې افغانستان نه لیدنه وکړه
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
په غزه کې د اسرائیلي بریدونو له امله د ۵ ماشومان په ګډون ۱۱ کسان وژل شوي دي
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
حوثیانو ادعا کړې چې د سعودي عربستان یوه F-15 جنګي الوتکه یې ویشتې ده
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
عربستان ویلي هوایي دفاعي ځواکونو يي هغه ډرون له منځه یوړه  چې مکې  هوایي حریم ته د ننوتو هڅه کوله
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
د سعودي وليعهد محمد بن سلمان په قاهره کې د السیسي سره په لیدنه کې د سیمې د امنیت په اړه خبرې وکړې
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې
د عمان په سواحلو کې د تیلو په یو ټانکر کښتۍ برید شوی دی.