ټرمپ د افغانستان په ګډون د یو زیات شمیر هیوادونو په وګړو امریکا ته په سفر بندیز ولګو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان په لاسلیکولو سره د یو شمېر هېوادونو وګړو ته د امریکا خاورې ته په ننوتلو بندیز ولګو  او په ځینو نورو هېوادونو باندې محدودیتونه وضع کړل.

/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو زیات شمیر هیوادونو په وګړو امریکا ته په سفر کولو بندیز ولګو.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان په لاسلیکولو سره د یو شمېر هېوادونو وګړو ته د امریکا خاورې ته په ننوتلو بندیز ولګو  او په ځینو نورو هېوادونو باندې محدودیتونه وضع کړل.

دغه فرمان د چهارشنبې په ناوخته لاسلیک شوی او ټاکل شوې چې د دوشنبې د ورځې  څخه نافذ شي.

هغه هېوادونه چې د بشپړ بندیز سره مخ دي عبارت دي له: افغانستان، برما (میانمار)، چاد، د کانګو جمهوریت، استوایي ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن.

سربېره پر دې، دغه فرمان د بورونډي، کیوبا، لاوس، سیرا لیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا د وګړو لپاره سخت محدودیتونه وضع کوي.

ټرمپ په دې فرمان کې ویلي: "زه باید د امریکا ملي امنیت او ملي ګټو او د دې هېواد د خلکو د ساتنې لپاره اقدام وکړم."

جنجالي پالیسي

دغه اقدام د ټرمپ د لومړۍ دورې د یو له تر ټولو جنجالي پالیسۍ بیا راژوندي کېدل ښيي، هغه په خپله تیره دوره کې هم  د اکثریت مسلمان هېوادونو پر وړاندې د سفر بندیز لګولی وو چې  پراخې مظاهرې او قانوني ننګونې راوپارولې وې.

د امریکا سترې محکمې په ۲۰۱۸ کال کې د دې بندیز یوه تعدیل شوې نسخه تایید کړه.

سپینې ماڼۍ د دې ځل لپاره د هېوادونو د انتخاب لپاره ځانګړې توضیحات نه دي وړاندې کړي، خو چارواکو ویلي چې دغه لیست د امنیتي ارزونو او د امریکا د سکرینینګ پروتوکولونو سره د همکارۍ پر بنسټ جوړ شوی.

ټرمپ ویلي چې نور هېوادونه هم د نړۍ په کچه د ګواښونو د رامنځته کېدو په صورت کې په دې لیست کې شاملېدای شي.

د مدني آزادۍ ډلو دغه پالیسي د تبعیض او د مهاجرت محدودیتونو له امله د کورنیو د جلا کېدو په توګه غندلې ده. مدافعین خبرداری ورکوي چې دغه اقدام په ځانګړي ډول د جګړې له سیمو لکه سوډان، افغانستان او یمن څخه د کډوالو او پناه غوښتونکو لپاره زیانمن دی.