نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
مکرون د اروپایي ځوانانو لپاره انلاین نړۍ 'وحشي لویدیځ' بولي او د اقداماتو غوښتنه کوي
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر ځوانانو د لویو ټولنیزو رسنیو د مخ پر ودې اغېز په اړه خبرداری ورکړ او وویل  چې اروپا باید د ځوانانو د ساتنې او د ډیموکراتیکو معیارونو د خوندي کولو لپاره په بېړه مقررات سخت کړي.
مکرون د اروپایي ځوانانو لپاره انلاین نړۍ 'وحشي لویدیځ' بولي او د اقداماتو غوښتنه کوي
مکرون د اروپایي ځوانانو لپاره انلاین نړۍ 'وحشي لویدیځ' بولي او د اقداماتو غوښتنه کوي / AP

مکرون د اروپایي ځوانانو لپاره انلاین نړۍ 'وحشي لویدیځ' بولي او د اقداماتو غوښتنه کوي

د فرانسې ولسمشر د برلین په ډیجیټلي حاکمیت سرمشریزه کې وویل ، ټولنیزې شبکې ځوانان له ځورونې، فحشا او رواني روغتیا له خطرونو سره مخ کوي او ټکنالوژیکي پر لویو شرکتونو تور ولګو چې یو 'وحشي لویدیځ' یې جوړ کړی دی.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پر ځوانانو د لویو ټولنیزو رسنیو د مخ پر ودې اغېز په اړه خبرداری ورکړ او وویل  چې اروپا باید د ځوانانو د ساتنې او د ډیموکراتیکو معیارونو د خوندي کولو لپاره په بېړه مقررات سخت کړي.

مکرون د سې شنبې په ورځ په برلین کې د اروپا د ډیجیټلي حاکمیت په سرمشریزه کې د وینا پر مهال وویل، اروپایي ځوانان اوس "هره ورځ له څلورو تر پنځو ساعتونو" په ټولنیزو شبکو کې تېروي، چېرته چې دوی ته وړاندې کېدونکی محتوا د یو څو نړیوالو ټکنالوژیکي شرکتونو تر کنټرول لاندې د مبهمو الګوریتمونو له خوا جوړیږي.

هغه وویل، دا متمرکز ځواک ځوانان له "ډېرې ځورونې، فحشا، رواني روغتیا ستونزو او نورو زیان رسوونکو منځپانګو" سره مخ کوي او زیاته یې کړه چې حکومتونو په عملي توګه د ماشومانو ډیجیټلي خوندیتوب مسؤلیت بهرنیو پلټفارمونو ته سپارلی دی.

مکرون وویل: "راځئ روښانه ووایو: دا پلټفارمونه هغه محتوا ډیزاین کوي چې ستاسو ماشومان يي مصرفوي."

هغه زیاته کړه: "موږ په حقیقت کې د خپلو ځوانانو د ډیجیټلي ژوند انحصار دوی ته ورکړی دی."

'وحشي لویدیځ'

ولسمشر مکرون استدلال وکړ چې دا مسله یوازې د ماشومانو ساتنې پورې محدوده نه ده، بلکې د اروپا د ډیموکراتیک ثبات زړه په نښه کوي.

هغه خبرداری ورکړ کله چې الګوریتمونه د روڼتیا یا څارنې پرته عامه بحثونه جوړوي، دا ډول نفوذ د بیان د رښتینې ازادۍ په توګه نشي ګڼل کېدای.

مکرون وویل: "زما لپاره، موږ د بیان د ازادۍ په اړه خبرې نه کوو کله چې الګوریتم پټ وي او د ډېرو لږو لوبغاړو په لاس کې وي، او کله چې دوی د هېواد د اتباعو لپاره نافذ  شوي قوانین نه پلي کوي."

هغه زیاته کړه: "دا یو وحشي لویدیځ دی، نه د بیان ازادي."

هغه د اروپایي ټولنې پر غړو هېوادونو غږ وکړ چې داسې اقدامات پرمخ بوځي چې د پلټفارمونو پر الګوریتمونو څارنه سخته کړي، موجوده قوانین په کلکه پلي کړي، او د کم عمره کسانو لپاره پیاوړي محافظتي تدابیر معرفي کړي.

هغه وویل، انلاین د ماشومانو او ځوانانو ساتنه د رواني روغتیا، تعلیمي سیسټمونو او د ډیموکراتیکو ټولنو د اوږدمهاله ثبات لپاره اړینه ده.

هغه وویل: "که موږ ډیجیټلي حاکمیت غواړو، موږ باید خپل ماشومان، خپل ځوانان او خپله ډیموکراتیکه فضا وساتو."

 

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"