منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران د عمان خلیج کې د امریکا لخوا د بار وړونکې کښتۍ نیول وغندل  او دا يي سمندري داړه ماري وبلله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ځواکونو لخوا د یوې بار وړونکې کښتۍ نیول غندلي دي چې ویل کېږي هڅه یې کوله د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره ماته کړي.
ایران د عمان خلیج کې د امریکا لخوا د بار وړونکې کښتۍ نیول وغندل  او دا يي سمندري داړه ماري وبلله.
ایران د عمان خلیج کې د امریکا لخوا د بار وړونکې کښتۍ نیول وغندل  او دا يي سمندري داړه ماري وبلله. / Reuters

د ایران د  بهرنیو چارو وزارت وايي، "تهران به د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع او د ایرانیانو د حقونو او وقار د ساتنې لپاره خپل ټول ظرفیتونه وکاروي."

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د امریکایي ځواکونو لخوا د یوې بار وړونکې کښتۍ نیول غندلي دي چې ویل کېږي هڅه یې کوله د ایران پر بندرونو لګېدلې محاصره ماته کړي.

وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل "د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د ایران په سوداګریزې کښتۍ 'توسکا' برید د امریکا د 'ترهګر پوځ' غیرقانوني او تاوتریخوالي عمل په کلکه غندي."

بیان دا پېښه «د سمندري غلا یوه بڼه او ترهګریز عمل» بللی او ویلي یې دي چې دا د نړیوالو قوانینو تر څنګ له امریکا سره د دوه اوونیو اوربند، چې د اپرېل په ۷مه پیل شوی و، سرغړونه ده.

وزارت د ایران بیرغ لرونکې بېړۍ، د هغې عملې او د هغوی د کورنیو د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

"بې له شکه، د ایران اسلامي جمهوریت به د خپلو ملي ګټو او امنیت د دفاع لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي، او د ایرانیانو د حقونو او وقار د ساتنې لپاره به اقدام وکړي،" په بیان کې راغلي، او زیاته شوې چې د "لا زیات تاوتریخوالي" مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

د امریکا مرکزي قوماندې (سینټکام) د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا سمندري ځواکونو د عمان په خلیج کې د ایران بیرغ لرونکې بار وړونکې کښتۍ توسکا وروسته له هغه ونیوله چې د راپورونو له مخې یې د بندیز لارښوونو سره سم عمل نه کاوه.

سینټکام د دوشنبې په ورځ وویل چې امریکایي ځواکونو د اپریل په ۱۳مه د ایراني بندرونو د سمندري محاصرې له پیل راهیسې ۲۷ سوداګریزو کښتیو ته لارښوونه کړې چې بیرته وګرځي یا ایراني بندر ته ستنې شي.

وپلټۍ
د اسرائیلو لومړی وزیر نتانیاهو: "زموږ راتلونکی اصلي ماموریت د ایران د رژیم پرځول دي"
هالینډ له امریکا او کاناډا څخه خپل ۸۶ ټنه سره زر انګلستان ته ولېږدول
پوتین وویل، د روسیې او اوکراین ترمنځ هوکړې ته د رسېدو لپاره چانس شته
د مونیخ د دفاعي صنایعو د یوه شرکت مخې ته د قصدي اور اچونې هڅه
د پاکستان پوځ: "په خېبر پښتونخوا کې ۱۵ وسله‌وال له منځه یوړل شول"
ایراني توغندیو او ډرون الوتکو کویټ په نښه کړ
اسرائیلیانو په لویدیځه غاړه کې په یوه کلي برید وکړ: دوه فلسطینیان یې ووژل
د امریکا پوځ په ختیځ ارام سمندر کې یوه کښتۍ د مخدره توکو د قاچاق په تور ډوبه کړه
په ایران کې د امریکا په هوايي بریدونو کې ۱۸ تنه وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي
ټرمپ د ایران جګړې د پای ته رسولو د اعلان په اړه غور کوي
روسیه وايي، د مسکو پر لور روانې ۳۷ بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړې دي
روسیه: "موږ د اوکراین لوژستیکي مرکزونه او هغه کښتۍ چې د پوځي موخو لپاره کارول کېدې په نښه کړل."
د امریکا په مینیپولیس ښار کې وسله وال برید کې ۲ تنه وژل شوي
اوکراین ولسمشر زیلینسکي وویل چې د اوکراین پر وړاندې د روسیې د بریدونو په اړه د نړۍ غبرګون کافي نه دي
له ایران سره تړلو هکرانو په امریکا کې پر حیاتي بنسټونو د سایبري بریدونو هڅه کړې ده