نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
خامنه ای: ایران به یوازې هغه وخت له امریکا سره همکاري وکړي چې واشنګټن له اسرائیلو لاس واخلي
د ایران ستر مشر، علي خامنه ‌ای، ویلي چې تهران به یوازې هغه مهال له متحده ایالاتو سره د همکارۍ په اړه غور وکړي، که واشنګټن په سیمه کې خپله تګلاره بدله کړي، په ځانګړي ډول د اسرائیلو ملاتړ پرېږدي.
خامنه ای: ایران به یوازې هغه وخت له امریکا سره همکاري وکړي چې واشنګټن له اسرائیلو لاس واخلي
خامنه ای: ایران به یوازې هغه وخت له امریکا سره همکاري وکړي چې واشنګټن له اسرائیلو لاس واخلي / AA

خامنه ای: ایران به یوازې هغه وخت له امریکا سره همکاري وکړي چې واشنګټن له اسرائیلو لاس واخلي

په سپتمبر کې، ملګرو ملتونو د "سنیپ بیک" میکانیزم له مخې په تهران باندې بندیزونه بیا ولګول وروسته له هغه چې بریتانیا، فرانسې او جرمني دا پروسه پیل کړه.

د ایران ستر مشر، علي خامنه ‌ای، ویلي چې تهران به یوازې هغه مهال له متحده ایالاتو سره د همکارۍ په اړه غور وکړي، که واشنګټن په سیمه کې خپله تګلاره بدله کړي، په ځانګړي ډول د اسرائیلو ملاتړ پرېږدي.

خامنه ‌ای د دوشنبې په ورځ وویل: «که هغوی د صهیونیستي رژیم له ملاتړ څخه په بشپړ ډول لاس واخلي، له دې سیمې خپلې پوځي اډې وباسي، او په سیمه کې له لاسوهنې ډډه وکړي، نو (همکاري) تر غور لاندې راتلای شي.»

هغه زیاته کړه: «د امریکا متکبر طبیعت له تسلیمېدو پرته بل څه نه مني.»

دغه څرګندونې په تهران کې له زده‌ کوونکو سره د لیدنې پر مهال وشوې، چې د ۱۹۷۹ کال د ایران د انقلاب له بریا وروسته د امریکا د سفارت د نیولو کلیزه نمانځل کېده — هغه انقلاب چې د لوېدیځ‌ پلوه شاه محمد رضا پهلوي واک یې پای ته ورساوه.

د جون په منځ کې اسرائیل پر ایران بې‌ سارې هوايي حمله وکړه چې جګړه یې راوپاروله؛ په دې جګړه کې امریکا هم لنډ مهاله د ایران پر هستوي تاسیساتو بریدونه وکړل. په پایله کې په ایران کې ۹۳۵ کسان او په اسرائیل کې ۲۴ تنه ووژل شول.

د اسرائیل سره ۱۲ ورځنۍ جګړې د ایران له لوري د توغندیو او ډرون بریدونو ځوابي لړۍ پیل کړه او د تهران او واشنګټن تر منځ د اپرېل په میاشت کې پیل شوې هستوي خبرې یې له پامه وغورځولې.

د امریکا او قطر په منځګړیتوب د اوربند تړون له جون ۲۴مې راهیسې د ایران او اسرائیل ترمنځ نافذ دی.

خامنه ‌ای زیاته کړه: «که هېواد پیاوړی شي او دښمن درک کړي چې د دې قوي ملت پر ضد مقابله ګټه نه، بلکې زیان لري، نو هیواد به یقینا ځواک ترلاسه کړي.»

ایران له کلونو راهیسې د نړیوالو بندیزونو تر اغېز لاندې دی، په ځانګړي ډول له هغه وروسته چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې له هستوي تړون څخه ووته او بندیزونه یې بیا ولګول.

په سپتمبر کې، ملګرو ملتونو د بریتانیا، فرانسې او جرمني له لوري د بهیر له فعالېدو وروسته د «سنیپ ‌بک» میکانیزم له مخې پر تهران بندیزونه بېرته عملي کړل.

د یکشنبې په ورځ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د الجزیرې سره په یوه مرکه کې وویل چې تهران لا هم «چمتو دی له واشنګټن سره خبرو ته داخل شي»، خو یوازې د خپل هستوي پروګرام په اړه، او د توغندیو د وړتیاوو په اړه یې خبرې رد کړې.

هغه زیاته کړه: «خبرې هر وخت بېرته پیلېدلی شي، کله چې امریکایان د برابر دریځ او د متقابلو ګټو پر بنسټ خبرو ته چمتو وي. ښکاري چې هغوی بیړه نه لري. موږ هم بیړه نه لرو.»

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"