ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې اسرائیل په غزه کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۸ ماشومان وژني.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي دي په غزه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو او د بشري مرستو د نږدې بشپړ بندیز په ترڅ کې، هره ورځ په اوسط ډول ۲۸ ماشومان وژل کېږي.

/ AA

ملګروملتونو سازمان ویلي دي چې اسرائیل په غزه کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۸ ماشومان وژني.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ویلي دي په غزه کې د اسرائیلو د روانو بریدونو او د بشري مرستو د نږدې بشپړ بندیز په ترڅ کې، هره ورځ په اوسط ډول ۲۸ ماشومان وژل کېږي.

یونیسف د دوشنبې په ورځ په ایکس (پخواني ټویټر) کې په یوه پوسټ کې ویلي: "مرګ د بمبارۍ له امله،مرګ د خوارځواکۍ او لوږې له امله او  مرګ د مرستو او حیاتي خدماتو د نشتوالي له امله."

یونیسف زیاته کړې: "په غزه کې هره ورځ په اوسط ډول ۲۸ ماشومان  چې د یوې ټولګي د زده‌کوونکو شمېر دی  وژل کېږي."

دې ادارې د بشري مرستو د عاجل لاسرسي او د جګړې د درولو غوښتنه کړې او  ټینګار يي کړی چې د غزې ماشومان په بېړني ډول خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او ساتنې ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي: "له هر څه زیات، دوی اوس اوربند ته اړتیا لري."

د غزې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې اسرائیلو په غزه کې نسل‌وژنه کړې ده.

د وزارت د راپورونو له مخې، نږدې ۶۱,۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي  چې نږدې نیمایي یې ښځې او ماشومان دي  او لسګونه زره نور ټپیان شوي دي.

جګړې د غزې د روغتیا او صفایۍ بنسټونه ویجاړ کړي، نږدې ټول روغتونونه یې تړلي دي، او دغه سیمه یې د لوږې تر څنډې رسولې ده.

د مرستندویه ادارو په وینا، د خوراکي توکو، درملو او سون موادو رسول د اسرائیلو د بندیزونو له امله سخت محدود شوي دي.

سره له دې چې نړیوالې غوښتنې د اوربند لپاره زیاتې شوې دي، اسرائیلو خپلې بریدونه دوام ورکړی دی.

یونیسف او نورې بشري ادارې خبرداری ورکوي چې که تاوتریخوالی ژر پای ته ونه رسېږي، د غزې د ماشومانو د مرګ ژوبلې شمېر به لا زیات شي.