نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
د چین نوې الوتکه وړونکې بېړۍ د سمندري ځواک د زیاتوالي په موخه خدمت ته داخلېږي
د چین دولتي رسنیو د جمعې په ورځ وویل چې د چین دریمه الوتکه وړونکې بېړۍ په دې اونۍ کې خدمت ته داخله شوه، دا د ولسمشر شي جين‌ پينګ د پوځ د عصري کولو په هڅو کې يو مهم پړاو ګڼل کېږي.
د چین نوې الوتکه وړونکې بېړۍ د سمندري ځواک د زیاتوالي په موخه خدمت ته داخلېږي
د چین نوې الوتکه وړونکې بېړۍ د سمندري ځواک د زیاتوالي په موخه خدمت ته داخلېږي / AP
7 نومبر 2025

د چین نوې الوتکه وړونکې بېړۍ د سمندري ځواک د زیاتوالي په موخه خدمت ته داخلېږي

دولتي رسنۍ دا د چینایي بېړیو په پراختیا کې د "نوي پرمختګ" او د سمندري ځواک د عصري کولو په برخه کې د "لوی پړاو" په توګه ستايي.

د چین دولتي رسنیو د جمعې په ورځ وویل چې د چین دریمه الوتکه وړونکې بېړۍ په دې اونۍ کې خدمت ته داخله شوه، دا د ولسمشر شي جين‌ پينګ د پوځ د عصري کولو په هڅو کې يو مهم پړاو ګڼل کېږي.

"فوجيان" نومې بېړۍ د چين د سمندري ځواکونو برخه شوه، په داسې حال کې چې بېجېنګ د متحده ايالاتو او د سيمې نورو هېوادونو پر وړاندې خپل سمندري ځواک څرګندوي، په ځانګړي ډول د جنوبي چين په سمندر کې د سيمه ‌ييزو شخړو او د تايوان د ټاپو پر دوامدارو ادعاوو له امله.

نوې الوتکه ‌وړونکې بېړۍ د برېښنايي مقناطیسي الوتنې د پيل سيستم (EMALS) سره مجهزه ده — يو داسې تخنيک چې تر دې وړاندې يوازې د امريکا د “USS Gerald R Ford” بېړۍ درلود.

دغه پرمختللی د الوتنې سيستم د چين هوايي ځواک ته دا توان ورکوي چې الوتکې د زيات بار او زياتو سونګ موادو سره پورته کړي.

د دولتي خبري اژانس شینهوا د جمعې په ورځ راپور ورکړ چې ولسمشر شي جين‌ پينګ "په خپله پرېکړه وکړه" چې د فوجيان بېړۍ — چې نوم يې د تايوان پر مقابل ولاړ ولايت سره يو دی — د برېښنايي مقناطیسي الوتنې د پيل سيستم ولري.

بېجېنګ د تايوان د نيولو لپاره د ځواک له کارولو انکار نه کوي؛ تايوان يو خپلواکه ټاپو ده چې چين يې د خپلې خاورې برخه ګڼي.

شنونکي وايي، چين لا هم د متحده ايالاتو څخه وروسته دی، ځکه امريکا اوس ۱۱ الوتکه ‌وړونکې بېړۍ لري، خو د چين عمومي پوځي ځواک لا تر هغې کچې نه دی رسېدلی.

خو بېجېنګ په وروستيو کلونو کې په دفاعي برخه کې ميلياردونه ډالر لګولي، چې دې بهير د ختيځې آسيا ځينې حکومتونه اندېښمن کړي، سره له دې چې چين ټينګار کوي د دوی هدفونه سوله ‌ييز دي. 

په ځانګړې توګه د چين سمندري ځواک پراخه وده کړې، ځکه مشران هڅه کوي د چين نفوذ په ارام سمندر کې پراخ کړي او د امريکا په مشرۍ ائتلاف وننګوې.

'ستر او پرجوش'

د تېرو مياشتو د سمندري ازموينو له ترسره کولو وروسته، “فوجيان” اوس د چين له نورو دوو فعالو الوتکه ‌وړونکو بېړيو، “لياونينګ” او “شاندونګ” سره يو ځای شوه.

د شوروي اتحاد لخوا جوړه شوې “لياونينګ” تر ټولو زړه بېړۍ ده چې په ۲۰۱۲ کال کې خدمت ته داخله شوې وه، په داسې حال کې چې “شاندونګ” په ۲۰۱۹ کال کې فعاله شوه.

د نان ‌يانګ ټیکنالوژیک پوهنتون د سيمه ‌ييزو سمندري چارو کارپوه، کالين کوه، وويل: “د ډېرو معيارونو له مخې، فوجيان د لياونينګ او شاندونګ په پرتله ډېره وړتيا لري.”

هغه زياته کړه: “په ټوله کې، د هغو دوو مخکښو بېړيو په پرتله چې د ‘سکي جمپ’ بڼه لري، فوجيان د جګړې د دوام او د بريد ځواک له پلوه برلاسی دی.”

“فوجيان” له رسمي فعالېدو وړاندې څو ځله د پام وړ شوی و.

د چین دفاعي چارواکو په سپتمبر کې تایید کړه چې فوجیان په جنوبي چین سمندر کې د "ساینسي څیړنیزو آزموینو او روزنیزو ماموریتونو" ترسره کولو لپاره د حساس تایوان تنګي له لارې سفر کړی و.

شنونکي وايي، دا تګ ‌راتګ ښايي د احتمالي مخالفینو د وېروولو لپاره يو پياوړی پيغام و.

د جاپان او تايوان د دفاع وزارتونو هغه مهال وويل چې دوی د “فوجيان” خوځښتونه څارلي، چې بېړۍ يې د شخړه‌ ييزو “سينکاګو ټاپوګانو” (چې چين يې “دياويو ټاپوګان” بولي) شاوخوا ۲۰۰ کيلومترۍ (۱۲۵ مېلو) ته ورنږدې شوې وه.

چين هم په سپتمبر کې د “فوجيان” له بېړۍ څخه د الوتکو د پورته‌ کېدو او ناستې ويډيوګانې خپرې کړې، چې پکې د پنځم نسل “J-35” پټه جګړه ييزه الوتکه هم شامله وه.

د دولتي رسنيو په وينا، دا د چين د الوتکه ‌وړونکو بېړيو د پرمختګ يوه “نوی بريا” او د سمندري ځواک د عصري کولو يو “لوی پړاو” ګڼل شوی دی.

وپلټۍ
د استرالیا یوې محکمې په افغانستان کې په جنګي جرمونو تورن سرتیري ته په ضمانت د خلاصون اجازه ورکړه
د نړیوالې انرژۍ اداره: د اروپا د جیټ تیلو لګښت ممکن یوازې شپږ اونۍ دوام وکړي
د اروپایي ټولنې او اسرائیل ترمنځ د همکارۍ تړون د ځنډولو غوښتنې زور اخیستی دی.
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په قنیطره کې پر کلي برید وکړ، کورونه یې تلاشي کړل او اوسېدونکي یې وېرول
اسرائیلو د لبنان اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې د زهراني سیند سویل ته له سیمو ووځي
د امریکا لخوا د هرمز تنګي د کلابندۍ پر مهال د ایران اړوند کښتۍ خلیج ته نوې لاره کاروي
پر اوکراین د روسیې په بریدونو کې درې تنه وژل شوي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د کاناډا له لومړي وزیر کارنۍ سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د تورکیې د پارلمان رئیس له ملګرو ملتونو څخه د اسرائیل د غړیتوب د ځنډولو غوښتنه وکړه
پنټاګون په کیوبا کې د احتمالي نظامي عملیاتو لپاره پلان جوړونه "ګړندۍ" کړې ده
د امریکا سنا د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره د ډیموکراټانو وروستۍ هڅه ناکامه کړه
افغانستان غزې ته له ۵۰۰ ټنو زیاته مرسته لېږلې ده
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته سفر کوي
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون ( ټي آر ټي ) د بشري فلمونو د اتم پړاو لپاره نوم لیکنې پیل شوې
امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د تطبیق ادارې  په ۲۰۲۵ مالي کال کې تر ۴۴۲،۰۰۰ څخه ډیر کسان ډیپورت کړي