سیاست
3 د لوستلو دقیقې
برازیل نوی اسرائیلی سفیر منظوري رد کړه او اسرائیل د برازیل ولسمرش نامطلوب شخص اعلان کړ
د اسرائیلي رسنیو په وینا برازیل د نوي اسرائیلي سفیر د ټاکنې منظوري رد کړې، چې له امله یې اسرائیل د دې لاتیني امریکا هېواد سره خپلې اړیکې ټیټې کړې او د برازیل ولسمشر لوئز ایناسیو لولا دا سیلوا ته یې د "نامطلوب شخصیت" حیثیت ورکړ.
برازیل نوی اسرائیلی سفیر منظوري رد کړه او اسرائیل د برازیل ولسمرش نامطلوب شخص اعلان کړ
/ AP

برازیل د نوي اسرائیلي سفیر منظوري رد کړه. ددې په مقابل کې اسرائیلو د برازیل ولسمشر د نامطلوب شخص په توګه یاد کړ.

د اسرائیلي رسنیو په وینا برازیل د نوي اسرائیلي سفیر د ټاکنې منظوري رد کړې، چې له امله یې اسرائیل د دې لاتیني امریکا هېواد سره خپلې اړیکې ټیټې کړې او د برازیل ولسمشر لوئز ایناسیو لولا دا سیلوا ته یې د "نامطلوب شخصیت" حیثیت ورکړ، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ډیپلوماتیک کړکېچ لا ژور کړ.

لولا دا سیلوا د دوشنبې په ورځ د ګالي داګان، چې مخکې په کولمبیا کې سفیر و، د برازیل لپاره د نوي استازي په توګه ټاکنه رد کړه، چې له دې سره په دې هېواد کې د اسرائیلي سفیر څوکۍ خالي پاتې شوه.

د ټایمز آف اسرئیل د راپور له مخې، د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې له برازیل سره اړیکې اوس په ټیټه کچه ترسره کېږي.

د وزارت په وینا: "وروسته له دې چې برازیل په غیرمعمولي ډول د سفیر داګان د غوښتنې په ځواب کې ځنډ وکړ، اسرائیل خپله غوښتنه بېرته واخیسته، او اوس د دواړو هېوادونو اړیکې په ټیټه ډیپلوماتیکه کچه ترسره کېږي." دا پرمختګونه د برازیل او تل ابیب ترمنځ اړیکو لپاره نوی ټیټ ټکی دی، چې مخکې لا د غزې په اړه د اسرائیل د کړنو له امله ترینګلې وې.

برازیل تېر کال د غزې په اړه د اسرائیل د بریدونو له امله خپل سفیر له اسرائیل وغوښت او تر اوسه یې ځای ناستی نه دی ټاکلی. په ځواب کې، اسرائیل د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا "نامطلوب شخصیت" اعلان کړ، وروسته له دې چې هغه د غزې په اړه د اسرائیل کړنې د نازیانو له کړنو سره پرتله کړې وې.

لولا دا سیلوا هغه وخت ویلي وو: "په غزه کې چې څه روان دي، جګړه نه ده. دا نسل وژنه ده. دا د عسکرو ترمنځ جګړه نه ده، بلکې د روزل شوي پوځ او ښځو او ماشومانو ترمنځ جګړه ده." د دوشنبې په ورځ اسرائیل د لولا دا سیلوا د "نامطلوب شخصیت" حیثیت بیا تایید کړ.

برازیل د ۲۰۲۳ کال په غزه کې د اسرائیل د نسل وژنې له پیل راهیسې د فلسطین په ملاتړ کې خپل دریځ څرګند کړی. په جولای میاشت کې برازیل اعلان وکړ چې د سویلي افریقا سره یوځای به د اسرائیل پر وړاندې د نړیوالې محکمې (ICJ) په قضیه کې برخه واخلي.

برازیل په رسمي ډول د ۲۰۱۰ کال د دسمبر په ۵مه د ۱۹۶۷ کال د پولو سره فلسطین په رسمیت وپېژاند.

 

وپلټۍ
پنټاګون د لاکهیډ مارټین دفاعي صنایع شرکت سره  د ۸۵۰ ایف-۳۵ الوتکو تړون لاسلیک کړ
ټرمپ پر الهان عمر د جعلي هویت د کارولو تور و لګاوه او د هغې د استعفا غوښتنه یې وکړه
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د نښتې له امله ۴ پولیس او ۲ وسله وال وژل شوي دي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
سپینې ماڼۍ ویلي امریکا به د نوامبر د ۳مې نېټې د کانګرس له منځمهاله ټاکنو مخکې پر ایران برید ونکړي
د اروپا او منځني ختیځ لوړپوړي ډیپلوماټان به د منځګړیتوب ۹مې غونډې لپاره په استانبول کې راټول شي
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي