په غزې د اسرائیلو د تیرې شپې په بریدونو کې ۲۳ تنه فلسطینیانو ژوند د لاسه ورکړ

اسرائیل په غزه کې قتل عام ته دوام ورکوي.

/ Reuters

 اسرائیلو په  غزې  د تیرې شپې په  بریدونو کې ۲۳ فلسطینیان ووژل.

فلسطینی ډاکټرانو ویلي چې د اسرائیلو بریدونو په غزه کې د شپې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل.

د ناصر روغتون په وینا، په مړو کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار هم  شامل دي، چې د جنوبي ښار خان یونس ته نږدې د دوی په خیمه کې په برید کې وژل شوي.

د اسرائیلو لخوا تیره اونۍ پر غزې د درنو بمباریو بیا پیل کیدو راهیسې د مړو او ټپیانو  شمیر په چټکۍ سره د ډیریدو په حال کې دی.

همداشان اسرائیلو په ۲۴ ساعتونو کې دوهم فلسطیني خبریال وواژه.

د اسرائیلو هوایی برید د فلسطین ټوډې خبریال محمد منصور کور په نښه کړ، چې منصور، د هغه میرمن او ماشوم ووژل.

د ویلو ده چې محمد منصور او د هغه کورنۍ  د الجزیرې خبریال حسام شبات له وژنې څو ساعته وروسته په برید کې ووژل شول.