نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
تازه څیړنه : امریکا پر غزې د اسرائیلو جګړې ته تر ۲۱.۷ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ورکړې دي
د یوې نوې علمي څېړنې له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، د امریکا متحدو ایالتونو د بایډن او ټرمپ د ادارو پر مهال، دوه کاله وړاندې پر غزې د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلو ته لږ تر لږه ۲۱.۷ میلیارده ډالره پوځي مرستې ورکړې دي.
تازه څیړنه : امریکا پر غزې د اسرائیلو جګړې ته تر ۲۱.۷ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ورکړې دي
تازه څیړنه : امریکا پر غزې د اسرائیلو جګړې ته تر ۲۱.۷ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ورکړې دي / Reuters

امریکا پر غزې د اسرائیلو جګړې ته تر ۲۱.۷ میلیارده ډالرو ډېرې پیسې ورکړې دي

د یوې نوې علمي څېړنې له مخې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، د امریکا متحدو ایالتونو د بایډن او ټرمپ د ادارو پر مهال، دوه کاله وړاندې پر غزې د جګړې له پیل راهیسې اسرائیلو ته لږ تر لږه ۲۱.۷ میلیارده ډالره پوځي مرستې ورکړې دي.

یوه بله څېړنه، چې هغه هم د براون پوهنتون د واټسن نړیوالو او عامه چارو پوهنځي د "جګړې لګښتونه" پروژې له خوا خپره شوې، وايي چې امریکا په تېرو دوو کلونو کې په پراخ منځني ختیځ کې پر امنیتي مرستو او عملیاتو شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالره نور هم لګولي دي.

که څه هم دغه راپورونه د خپلو ډېرو موندنو لپاره پر ازادو سرچینو (open-source) تکیه کوي، خو دا خپل نږدې متحد، اسرائیلو ته، د امریکا د پوځي مرستو او په منځني ختیځ کې د امریکا د مستقیم پوځي ښکېلتیا د اټکلي لګښتونو په اړه تر ټولو جامع معلومات وړاندې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر راهیسې اسرائیلو ته د ورکړل شویو پوځي مرستو د اندازې په اړه سمدستي څه ونه ویل. سپینې ماڼۍ پوښتنې پنټاګون ته راجع کړې، چې یوازې د مرستو د یوې برخې څارنه کوي.

دا راپورونه، چې کانګرس ته پر علني وړاندې شویو خبرتیاوو ولاړ دي، په داسې حال کې خپاره شول چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره فشار راوړي.

اسرائیلي او د حماس چارواکو وروسته له هغه په مصر کې غیر مستقیمې خبرې پیل کړې چې حماس د امریکا د پلان ځینې هغه برخې ومنلې چې اسرائیلو هم ویلي وو چې ملاتړ یې کوي.

په راپورونو کې چې پر اسرائیلو سخته نیوکه شوې، ویل شوي چې د امریکا له مرستو پرته، اسرائیل نه توانېدل چې په غزه کې د فلسطینیانو پر وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

دوی یادونه کوي چې د مختلفو دوه اړخیزو تړونونو له مخې اسرائیلو ته په راتلونکي کې د لسګونو میلیارده ډالرو د بودیجې ورکولو وړاندوینه شوې ده.

اصلي راپور وايي چې امریکا د جګړې په لومړي کال کې - کله چې د ډیموکرات ګوند ولسمشر جو بایډن په واک کې و - اسرائیلو ته ۱۷.۹ میلیارده ډالره او په دویم کال کې یې ۳.۸ میلیارده ډالره ورکړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ځینې پوځي مرستې لا دمخه سپارل شوي، پداسې حال کې چې پاتې به یې په راتلونکو کلونو کې ورکړل شي.

دا راپور د واشنګټن میشت "د مسؤلانه دولتدارۍ لپاره د کوینسي انسټیټیوټ" سره په ګډه چمتو شوی دی.

دغه انسټیټیوټ د اسرائیلو پلوه ځینو ډلو له خوا په انزواغوښتونکي او د اسرائیلو ضد چلند تورن شوی، هغه تورونه چې یاده اداره یې ردوي.

یو دویم راپور چې د منځني ختیځ په کچه د پراخو امریکایي فعالیتونو لګښتونه تحلیلوي، لکه د یمن پر حوثیانو او د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونه، وايي چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې د دغو فعالیتونو لګښت د ۹.۶۵ میلیارده او ۱۲ میلیارده ډالرو ترمنځ دی، چې په جون میاشت کې په ایران کې د بریدونو او اړوندو لګښتونو لپاره له ۲ میلیارده تر ۲.۲۵ میلیارده ډالرو پورې لګښت هم په کې شامل دی.

اسرائیلي ځواکونو د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په غزه کې تر ۶۷ زرو ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

پرله پسې بمباریو دغه تړانګه تقریبا د اوسېدو وړ نه ده ګرځولې او د ډله ییز بې ځایه کېدو، لوږې او د ناروغیو د خپرېدو لامل شوې ده.

 

وپلټۍ
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو