د تورکیې ولسمشر اردوغان د وینزویلا له ولسمشر مادورو سره ټیلیفوني خبرې وکړې

اردوغان مادورو ته: له امریکا سره د خبرو اترو د لارو پرانیستي ساتل اړین دي

By
د تورکیې ولسمشر اردوغان د وینزویلا له ولسمشر مادورو سره ټیلیفوني خبرې وکړې / AA

اردوغان مادورو ته: له امریکا سره د خبرو اترو د لارو پرانیستي ساتل اړین دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د وینزویلا  د ولسمشر نیکولاس مادورو سره د ټیلیفون له لارې پر دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه ییزو پرمختګونو خبرې وکړې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ خپل وینزویلایي سیال نیکولاس مادورو ته وویل چې له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو اترو د چینلونو پرانیستي ساتل اړین دي.

د تورکیې د عامه  اړیکو ریاست په وینا، دواړو مشرانو د ټیلیفون له لارې پر دوه اړخیزو اړیکو او مهمو سیمه ییزو پرمختګونو خبرې وکړې.

اردوغان د امریکا او وینزویلا ترمنځ د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ او هیله یې څرګنده کړه چې اوسنۍ ترینګلتیاوې به راکمې شي.