نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ په یوې اعلاميه کې ویلي چې دا برید د پنجشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت په ټنک (Tank) سیمه کې شوی دی. بریدګرو امنیتي پوستې ته د ننوتلو په موخه، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پوستې له دیوال سره جنګولی
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي

دا برید د پنجشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت په ټنک (Tank) سیمه کې شوی دی.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر یوې امنیتي پوستې په یو ترهګریز برید کې د ۱۲ پوځيانو، دوو پولیسو او د ځنګلونو د ادارې د یوه پخواني چارواکي په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دفتر د جمعې په ورځ په یوې اعلاميه کې ویلي چې دا برید د پنجشنبې په شپه د خیبر پښتونخوا ایالت په ټنک (Tank) سیمه کې شوی دی. بریدګرو امنیتي پوستې ته د ننوتلو په موخه، له چاودېدونکو توکو ډک یو موټر د پوستې له دیوال سره جنګولی دی.

په اعلامیه کې ادعا شوې چې بریدګر د "فتنه الخوارج" په نامه ډلې پورې تړلي وو، چې د پاکستان په وینا د هند تر ملاتړ لاندې فعالیت کوي (دا هغه اصطلاح ده چې اسلام‌اباد یې د پاکستاني طالبانو یا TTP لپاره کاروي). هند تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي، خو نوي ډيلي په تېر وخت کې دا ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

د پاکستان پوځ دغه راز خبر ورکړی چې د نښتې پر مهال ۱۲ بریدګر هم وژل شوي دي. په اعلامیه کې زیاته شوې چې په سیمه کې د نورو احتمالي بریدګرو د له منځه وړلو او د سیمې د پاکولو په موخه چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ