نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د رومانيا لومړی وزیر استعفا ورکړه، اروپايي ټولنې پلوه سیاستوال د ټاکنو له ماتې سره مخ شول
سرپرست لومړی وزیر به د سه شنبې په ورځ وټاکل شي.
د رومانيا لومړی وزیر استعفا ورکړه،  اروپايي ټولنې پلوه سیاستوال د ټاکنو له ماتې سره مخ شول
/ Reuters

د اروپايي ټولنې ملاتړ کوونکي ائتلاف نوماند او د رومانیا لومړی وزیر مارسل چیولاکو د دوشنبې په ورځ استعفا ورکړه، وروسته له هغه چې د ښي اړخي نوماند جورج سیمیون د ولسمشرۍ ټاکنو د بیا ترسره کېدو په لومړي پړاو کې بریا ترلاسه کړه.

د لنډمهاله ولسمشر ایلي بولوجان دفتر وویل چې هغه د چیولاکو استعفا ومنله او زیاته یې کړه چې د سه شنبې په ورځ به یو لنډمهاله لومړی وزیر وټاکل شي.

ځایي رسنۍ انتینا۳ راپور ورکړی، چې له دې وړاندې، د رومانیا د ټولنیز ډیموکراټ ګوند (PSD) د سیاسي شورا د غونډې وروسته، چې چیولاکو یې مشر دی، هغه اعلان وکړ چې د استعفا پرېکړه یې کړې ده. د دې پرېکړې دلیل یې د ائتلافي حکومت له خوا ملاتړ شوي نوماند کرین انتونسکو ماتې وبلله.

چیولاکو همدارنګه اعلان وکړ چې PSD به د ټاکنو په دویم پړاو کې هیڅ نوماند ونه ټاکي، چې ټاکل شوې ده د مې په ۱۸مه ترسره شي.

سیمیون په لومړي پړاو کې په لوی توپیر سره بریالی شو، چې له ۴۰.۹ سلنې څخه زیاتې رایې یې ترلاسه کړې. دا ۳۸ کلن ملتپال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملاتړ په اړه په ښکاره ډول مشهور دی.

هغه به د مې په ۱۸مه د بخارست د مرکزي ښاروال نیکوسور دان سره، چې په ټاکنو کې یې نږدې ۲۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې، سیالي وکړي.

د نومبر په ۲۴مه، رومانیا د ولسمشرۍ ټاکنو لومړی پړاو ترسره کړ، چې د خپلواک ملتپال نوماند کالین جورجیسکو لخوا وګټل شو. خو د رومانیا اساسي قانون محکمې د ټاکنو پایلې او د ډسمبر په ۸مه نېټه ټاکل شوې دویم پړاو لغوه کړ، په دې دلیل چې د ټاکنو بهیر د روسیې ملاتړ شوې کمپاین لخوا اغېزمن شوی و.

د رایو د پایلو د لغوه کېدو پرېکړې هېواد په سیاسي ناڅرګندتیا کې ډوب کړ.

کارپوهان وايي چې رومانیا د اروپا په کچه د یوې پراخې تمایل څرګندونه کوي، چیرې چې ملتپال یا خپلواک نوماندان اکثره د لویدیځو قدرتونو لخوا "د روسیې پلوي" ګڼل کېږي—په ځانګړې توګه د روسیې-اوکراین جګړې په اړه د دوی د بې طرفۍ او نه ښکېلتیا د دریځونو له امله.

وپلټۍ
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د کاناډا لومړی وزیر مارک کارني د یو رسمي سفر په ترڅ کې د چهارشنبې په ورځ تورکیې ته راځي.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان او د ناټو مشر روټه په بروکسل کې د تورې بحیرې پر امنیت خبرې وکړې