سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د سولې خبرې ناکامې شي نو امریکا به په روسیې او اوکراین بندیزونه ولګوي
د امریکا ولسمشر ټرمپ د اقتصادي جګړې ګواښ کړی، ځکه هغه پر مسکو او کییف فشار راوړي چې مستقیمې خبرې وکړي او د کړکېچ د کمولو لپاره د لویدیځو هڅو ملاتړ کوي.
ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د سولې خبرې ناکامې شي نو امریکا به په روسیې او اوکراین بندیزونه ولګوي
/ AP

ټرمپ خبرداری ورکړ چې که د سولې خبرې ناکامې شي نو امریکا به په روسیې او اوکراین بندیزونه ولګوي

د امریکا ولسمشر ټرمپ د اقتصادي جګړې ګواښ کړی، ځکه هغه پر مسکو او کییف فشار راوړي چې مستقیمې خبرې وکړي او د کړکېچ د کمولو لپاره د لویدیځو هڅو ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د سولې پر لور پرمختګ ونه شي، نو پر اوکراین به هم د روسیې ترڅنګ سخت بندیزونه ولګول شي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په واشنګټن کې ټینګار وکړ چې کییف هم له ملامتۍ څخه پاک نه دی، او پر دواړو خواوو یې د څلور کلونو ویجاړوونکې جګړې تور پورې کړ.

هغه وویل: “زیلینسکي هم بالکل بې ګناه نه دی. اوس زه ورسره ښه یم، خو زموږ اړیکې ډېرې بدلې شوي ځکه اوس موږ اوکراین ته هېڅ پیسې نه ورکوو،” ټرمپ د هغه تړون په اړه یادونه وکړه چې د ناټو غړي هېوادونه د امریکا وسلې د کییف لپاره اخلي.

هغه زیاته کړه: هره اوونۍ زیاتره ځوانان وژل کېږي. که زه د بندیزونو په وسیله، یا یوازې د خپل دریځ په کارولو، یا د یو ډېر سخت تعرفوي سیستم په تطبیق سره چې روسیې، اوکراین یا هرچا ته ډېر ګران تمامېږي، دا وژنې ودرولی شم – نو زه به یې وکړم.”

ټرمپ پر خپل مخکیني ولسمشر جو بایډن هم تور پورې کړ چې اوکراین ته یې اجازه ورکړې چې له روسیې سره په جګړه کې ښکیل شي.

هغه وویل: “هیڅوک په دې فکر کې جګړې ته نه ځي چې دوی به یې وبایلي. دوی جګړې ته ورځي – زه ډاډه یم چې اوکراین فکر کاوه چې دوی به یې وګټي. خو تاسو څنګه کولای شئ د داسې چا پر وړاندې بریالي شئ چې ۱۵ ځله له تاسو غټ دی؟ بایډن باید دا اجازه نه وای ورکړې.”

ټرمپ یو ځل بیا د “اقتصادي جګړې” ګواښ تکرار کړ او خبرداری یې ورکړ چې که مسکو اقدام ونه کړي، نو نوي سخت سوداګریز بندیزونه به پرې عملي شي.

هغه وویل: “موږ غواړو دا جګړه ختمه شي. موږ اقتصادي بندیزونه لرو. زه اقتصادي اړخ ته اشاره کوم، ځکه موږ به نړۍ والې جګړې ته داخل نه شو.”

امنیتي تضمینونه

ولسمشر ټرمپ له څو اوونیو راهیسې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي څخه غوښتنه کوي چې د خپلو جلا سفرونو پر مهال په امریکا کې مخامخ خبرو ته کښېني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د زیلینسکي مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوستی، خو ټرمپ دا خبره “بې‌ معنی” او د روسي چارواکو “تمثیل” بللی چې د جوړجاړي اراده نه لري.

له دې سره جلا، امریکا او اروپايي متحدین د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو د پراختیا پر لور کار کوي.

د فایننشل ټایمز د اروپايي او اوکرایني چارواکو له قوله راپور ورکړی چې لوېدیځ متحدین د اوکراین لپاره د درې ‌سطحي امنیتي پلان چمتو کوي، کله چې اوربند وشي.

په دغو اقداماتو کې به د هوايي دفاع ملاتړ، د استخباراتو شراکت، او ښایي د اروپايي ځواکونو ځای پر ځای کول شامل وي ترڅو د جګړې وروسته د اوکراین دفاع پیاوړې کړي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.