حزب الله په بیروت کې د اسرائیل په برید کې د خپل جګپوړي قوماندان علي طباطبايي وژنه تایید کړه

حزب الله تایید کړې چې د دوی جګپوړی قوماندان، علي طباطبايي، د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

By
حزب الله په بیروت کې د اسرائیل په برید کې د خپل جګپوړي قوماندان علي طباطبايي وژنه تایید کړه

حزب الله په بیروت کې د اسرائیل په برید کې د خپل جګپوړي قوماندان علي طباطبايي وژنه تایید کړه

د لبنان د روغتیا وزارت وايي، په دغه برید کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

حزب الله تایید کړې چې د دوی جګپوړی قوماندان، علي طباطبايي، د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې وژل شوی دی.

د یکشنبې په ماښام په یوه اعلامیه کې، حزب الله د طباطبايي د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړه او هغه یې "یو مهم پوځي قوماندان" وباله.

د اسرائیل پوځ د یکشنبې په سهار وویل چې دوی طباطبايي د بیروت په جنوبي څنډه کې په یوه برید کې له منځه وړی دی.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې په دغه برید کې پنځه کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي.

د لبنان د رسمي خبري اژانس (NNA) په وینا، دغه برید د بیروت په جنوبي څنډو کې، چې یوه ګڼ مېشته سیمه ده، ترسره شوی او د "مرګ ژوبلې او د پام وړ زیانونو" لامل شوی دی.

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې د دغه برید امر هغه ورکړی و - دا په لبنان کې پر یوه هدف تر ټولو وروستی برید دی، سره له دې چې د اسرائیل او حزب الله ترمنځ یو کلن اوربند موجود و.

د پېښې په ځای کې خبریالانو ویلي چې برید د یوې نهه پوړیزې ودانۍ پر دریم او څلورم پوړ شوی، چې امبولانسونه یې شاوخوا راټول شوي وو او ژغورونکو د اپارتمانونو پلټنه کوله.

د لبنان رسمي خبري اژانس (NNA) راپور ورکړی چې د حارث حریک په سیمه کې پر ودانۍ درې توغندي توغول شوي، چې موټرو او نورو نږدې ودانیو ته یې زیان اړولی دی.

د اونیو راهیسې د لبنان په سویل کې ترینګلتیا مخ په زیاتېدو ده، او اسرائیلي پوځ د لبنان په خاوره کې خپل نږدې ورځني هوايي بریدونه زیات کړي او ادعا کوي چې د حزب الله غړي او زیربناوې په نښه کوي.

خو د یکشنبې برید د جون له پنځمې راهیسې د بیروت پر جنوبي څنډو لومړنی برید و، کله چې اسرائیل ادعا وکړه چې د حزب الله د بې پیلوټه الوتکو یوه فابریکه یې په نښه کړې ده.

دا برید د عیتا الشعب پر جنوبي ښارګوټي له یوه بل برید وروسته شوی، چې د لبنان د روغتیا وزارت په وینا یو کس په کې وژل شوی و.

د لبنان د روغتیا وزارت په وینا، د ۲۰۲۴ کال د نومبر له ۲۷مې راهیسې چې اوربند نافذ شوی، د اسرائیل په ډزو کې لږ تر لږه ۳۳۱ کسان وژل شوي او ۹۴۵ ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د سولې ساتي ماموریت (یونیفل) هم د اسرائیل له خوا د ۱۰،۰۰۰ څخه د زیاتو هوايي او ځمکنیو سرغړونو راپور ورکړی دی.

د اوربند له مخې، ټاکل شوې وه چې اسرائیلي پوځ به د روان کال په جنورۍ کې له جنوبي لبنان څخه ووځي، خو پر ځای یې یوازې قسمي شاتګ وکړ او لا هم په پنځو سرحدي پوستو کې خپل پوځي حضور ساتي.