سیاست
5 د لوستلو دقیقې
اروپايي متحدینو د اوکراین له ولسمشر ملاتړ کړی او ټرمپ د سولې وړاندیز ځینو برخو په اړه یي شک ښکار کړ
د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ په لندن کې په خپل استوګنځي ډاونینګ سټریټ کې د زیلینسکي، د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کوربه‌توب وکړ.
اروپايي متحدینو د اوکراین له ولسمشر ملاتړ کړی او  ټرمپ د سولې وړاندیز ځینو برخو په اړه یي شک ښکار کړ
اروپايي متحدینو د اوکراین له ولسمشر ملاتړ کړی او ټرمپ د سولې وړاندیز ځینو برخو په اړه یي شک ښکار کړ / Reuters

اروپايي متحدینو د اوکراین له ولسمشر زیلینسکي ملاتړ کړی او د ټرمپ د سولې وړاندیز د ځینو برخو په اړه یې شک څرګند کړی
د واشنګټن د پلان له مخې به اوکراین هغه خاوره پرېږدي چې روسیې د جګړې په ډګر کې نه ده نیولې، او په بدل کې به ورته مبهم امنیتي تضمینونه ورکړل شي.

د اوکراین اروپايي متحدینو له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ او په ورته وخت کې یې له روسیې سره د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا د وړاندیز د ځینو برخو په اړه شک وښود.

د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د دوشنبې په ورځ په لندن کې په خپل استوګنځي ډاونینګ سټریټ کې د زیلینسکي، د جرمني صدراعظم فریدریش میرڅ او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون کوربه‌توب وکړ.

دا خبرې وروسته له هغې وشوې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر زیلینسکي تور ولګاوه چې د نږدې څلور کلنې جګړې پای ته رسولو لپاره یې د هغه د ادارې وړاندیز نه دی لوستلی.

دا وروسته له هغه وشول چې د شنبې په ورځ په میامي کې د اوکرایني او امریکايي چارواکو ترمنځ څو ورځنۍ خبرې له کوم ښکاره پرمختګ پرته پای ته ورسېدې، او زیلینسکي د نورو خبرو اترو ژمنه وکړه.

میرڅ د دوشنبې د غونډې په پیل کې وویل: "زه د هغو اسنادو د ځینو جزئیاتو په اړه چې د امریکا له لوري راځي، شک لرم، خو موږ باید په دې اړه خبرې وکړو." هغه دا روښانه نه کړه چې د وړاندیز کومې نسخې ته یې اشاره کوله.

مکرون وویل چې "اصلي مسئله" د اروپايي او اوکرایني دریځ او د امریکا د دریځ ترمنځ د "همغږۍ" موندل دي.

سټارمر ډاونینګ سټریټ ته د اوکراین د مشر د هرکلي پر مهال زیلینسکي په غېږ کې ونیو، او خبرې یې څه باندې یو ساعت روانې وې.

د برتانیا لومړي وزیر مخکې ویلي و چې هغه به پر زیلینسکي فشار رانه‌وړي چې د ټرمپ ادارې له خوا وړاندې شوی تړون ومني، چې پر لومړنۍ نسخه یې د اوکراین متحدینو د روسیې په ګټه د ډېر تمایل له امله نیوکه کړې وه.

سټارمر آی‌ټي‌وي نیوز ته وویل: "زه به پر ولسمشر فشار رانه‌وړم."

د برتانیا لومړي وزیر زیاته کړه: "تر ټولو مهمه خبره دا ده چې که اوربند وشي، او زه هیله لرم چې وشي، نو باید عادلانه او دوامداره وي، او دا هغه څه دي چې موږ به نن ماسپښین پرې تمرکز وکړو."

خو زیلینسکي غونډې ته د تګ پر مهال وویل چې "ځینې داسې شیان شته چې موږ یې له امریکایانو پرته نشو اداره کولی، او داسې شیان هم شته چې له اروپا پرته یې نشو اداره کولی، او له همدې امله موږ باید ځینې مهمې پرېکړې وکړو."

یوه چارواکي چې له خبرو اترو خبر و، د دوشنبې په ورځ AFP ته وویل چې په خبرو اترو کې لا هم "تر ټولو ستونزمنه مسئله" د خاورې موضوع ده.

په دې اړه هم خبرې کېدې چې اروپا څنګه کولی شي د اوکراین د مرستې لپاره د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه غوره ګټه پورته کړي.

یوه برتانوي چارواکي خبریالانو ته وویل چې سټارمر به "نن ولسمشر زلنسکي ته زموږ د پراخ ملاتړ په اړه تازه معلومات ورکړي، په شمول د روسیې د کنګل شویو دولتي شتمنیو د ارزښت کارولو له لارې، چې موږ هیله لرو ډېر ژر به په دې اړه پرمختګ ووینو."

په جرمني کې د مسکو سفیر تېره اونۍ خبرداری ورکړی و چې د روسیې له کنګل شویو شتمنیو څخه د کییف د جګړې د تمویل لپاره د اروپايي ټولنې پلان به پر دې ټولنې "ژورې اغېزې" ولري.

'ناهیلی شوی یم'

مخکې، زلنسکي ویلي و چې د میامي په خبرو اترو کې یې د امریکا له استازو سټیو ویټکوف او جیرډ کوشنر سره په "ډېرو مهمو او رغنده" خبرو کې له خپلو مرکچیانو سره ګډون کړی و.

زیلینسکي پر ټیلیګرام ولیکل: "اوکراین ژمن دی چې له امریکايي لوري سره په رښتینولۍ کار ته دوام ورکړي ترڅو ریښتینې سوله راشي،" او زیاته یې کړه چې دواړو خواوو "له امریکا سره د خبرو د راتلونکو ګامونو او بڼې په اړه" هوکړه کړې ده.

خو ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپل اوکرایني سیال نیوکه وکړه او خبریالانو ته یې وویل: "زه باید ووایم چې لږ ناهیلی یم چې ولسمشر زیلینسکي لا هم وړاندیز نه دی لوستلی، دا خبره تر څو ساعتونو مخکې پورې وه."

ویټکوف او کوشنر تېره اونۍ په کرملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدلي وو، او مسکو د امریکا د وړاندیز ځینې برخې رد کړې وې.

د دوشنبې له خبرو مخکې، مکرون هغه څه وغندل چې ده د روسیې "د کړکېچ زیاتولو لاره" وبلله.

هغه پر 'اېکس' ولیکل: "موږ به له امریکایانو سره دې هڅو ته دوام ورکړو ترڅو اوکراین ته امنیتي تضمینونه ورکړو، چې له هغو پرته به هېڅ پیاوړې او دوامداره سوله ممکنه نه وي."

"موږ باید پر روسیې فشار ته دوام ورکړو ترڅو هغه سولې ته اړ کړو."

د شخړې پای ته رسولو لپاره د واشنګټن په لومړني پلان کې دا شامل و چې اوکراین به هغه ځمکه پرېږدي چې روسیې د جګړې په ډګر کې نه ده نیولې، او په بدل کې به ورته داسې امنیتي ژمنې ورکړل شي چې د ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د کییف هیلو ته نه رسېږي.

خو د هغو امنیتي تضمینونو څرنګوالی چې اوکراین یې د روسیې د هر ډول راتلونکي یرغل د مخنیوي لپاره ترلاسه کولی شي، تر دې دمه له ابهام سره مخ دی، پرته له یوه لومړني پلان څخه چې وايي د کییف د دفاع لپاره جټ الوتکې په پولنډ کې ځای پر ځای کېدای شي.

ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته له راستنېدو راهیسې د اوکراین په اړه کله یو ډول او کله بل ډول دریځ خپل کړی، او په لومړي سر کې یې زلنسکي د امریکا د ملاتړ لپاره د مننې نه کولو له امله ملامت کړی و.

خو هغه په دې هم ناهیلی شوی چې د جګړې پای ته رسولو لپاره د پوتین د هڅولو هڅې یې، د الاسکا د سرمشریزې په ګډون، کومه پایله نه ده ورکړې، او په دې وروستیو کې یې د روسیې پر نفتي شرکتونو بندیزونه ولګول.

 

وپلټۍ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
ایران د امریکا په منځمهاله ټاکنو کې د ټرمپ له ماتې وروسته د «ټرمپیزم د زوال» ادعا وکړه
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
تورکیه د  COP31 کنفرانس په غونډه کې د کاربن کمولو لپاره د لوی پلیټ فارم پرانستلو ته چمتو ده
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
د اسرائیلو د اپوزیسیون مشر د امریکا له منځمهاله ټاکنو وروسته له نتنیاهو سره د ګډ حکومت جوړول رد کړل
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .