منځنی ختیځ
5 د لوستلو دقیقې
د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو د سوریې په جنوب کې د سوري ځواکونو د مخنیوي پلان اعلان کړ
د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو داسې تګلاره تشریح کړه چې پکې د سوریې د پوځ مخنیوی شامل دی تر څو د اسرائیلو تر اشغال لاندې جولان لوړو او جبل‌الدروز تر منځ سیمو باندې کنټرول ترلاسه نه کړي.
د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو د سوریې په جنوب کې د سوري ځواکونو د مخنیوي پلان اعلان کړ
/ User Upload

د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو د سوریې په جنوب کې د سوري ځواکونو د مخنیوي پلان اعلان کړ، او د « دروز اقلیت  نه د دفاع » په اړه خپله دروغجنه ادعا بیا تکرار کړه.

د اسرائیلو لومړي وزیر نتنیاهو داسې تګلاره تشریح کړه چې پکې د سوریې د پوځ مخنیوی شامل دی تر څو د اسرائیلو تر اشغال لاندې جولان لوړو او جبل‌الدروز تر منځ سیمو باندې کنټرول ترلاسه نه کړي. 

د اسرائیلو جګړه مار لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د هغه تندلاري حکومت یوه څرګنده تګلاره منلې ده، چې له مخې یې د سوریې د پلازمېنې دمشق څخه تر جنوب پورې، تر جبل‌الدروز سیمې پورې سیمه باید "غیر نظامي" شي.

نتنیاهو د پنجشنبې په ورځ په یوه ویدیويي بیان کې وویل: "موږ یوه روښانه پالیسي جوړه کړې ده. د دمشق د جنوب سیمې غیر نظامي کول - د ګولان له لوړو څخه تر جبل الدروز سیمې پورې. دا زموږ لومړۍ کرښه ده."

هغه زیاته کړه: "دویمه کرښه د جبل‌الدروز په سیمه کې د دروزي اقلیت ساتنه ده"، چې دې سره هغه د سوریې د سوېدا ولایت هغه غرنۍ سیمه یاده کړه چې د جبل‌العرب یا جبل حوران په نوم هم پېژندل کېږي، او لسګونه کلیو او ښارګوټو ته پراخه شوې چې له ۵،۹۰۰ فوټو څخه ډیر لوړوالی لري.

نتنیاهو، چې تل یې ځان د سوریې د دروزي اقلیت "ساتونکی" ګڼلی، یو ځل بیا خپله دا دروغجنه ادعا تکرار کړه او ویې ویل چې دا دوه-محوره چلند به د اسرائیلو رسمي تګلاره پاتې شي.

هغه ادعا وکړه، "موږ به د دمشق په جنوب کې د پوځي ځواکونو ځای پر ځای کېدو ته اجازه ورنکړو، او نه به اجازه ورکوو چې دروزي اقلیت ته په جبل‌الدروز سیمه کې زیان واوړي."

اسرائیل، چې له اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې یې پر فلسطینیانو نسل ‌وژنه پیل کړې، بیا بیا د "دروزي اقلیت د ساتنې" تر پلمې لاندې په جنوبي سوریه کې پوځي تېري کړي، او هڅه کوي چې د خپلې لانجمنې پولې په اوږدو کې یوه غیر نظامي سیمه (buffer zone) جوړه کړي.

خو د سوریې مخکښو دروزي مشرانو تل دا ادعاوې رد کړي او په یوه ګډ بیان کې یې د بهرنۍ مداخلې غندنه کړې، د متحدې سوریې پرساتنې یې ټینګار کړی، او له تجزیې او بېلتون ‌پالنې سره یې مخالفت ښودلی.

نتنیاهو ادعا کوي چې اوربند "په زور ترلاسه شوی"

په همدې بیان کې، نتنیاهو ومنله چې د اسرائیلو پوځ د چهارشنبې په ورځ د سوریې په سوېدا ولایت کې د سوریې د پوځ پر پوستو برید کړی، او ویې ویل چې د دمشق د دفاع وزارت یې د مستقیم هدف په توګه شامل کړی دی.

د چهارشنبې په ورځ اسرائیلو په تېرو څو میاشتو کې له خپلو تر ټولو پراخو بریدونو څخه یو ترسره کړ، چې پکې یې د سوریې په څلورو ولایتونو — سوېدا، درعا، دمشق، او شاوخوا سیمو — کې له ۱۶۰ ډېر اهداف بمبار کړل.

بریدونو د سوریې د پوځ د عمومي قوماندې مرکز او د پلازمېنې د ولسمشري ماڼۍ شاوخوا سیمې هم وویشتې.

په دغو بریدونو کې له ۳۰ زیات سوریایان ووژل شول او نږدې ۱۰۰ تنه ټپیان شول، چې له ټولو اړخونو یې پراخې غندنې راوپارولې.

سره له دې چې د سوریې د نوي انتقالي حکومت له لوري کوم مستقیم ګواښ نه وه موجود، اسرائیلو په تېرو میاشتو کې تقریباً هره ورځ هوایي بریدونه کړي، چې پکې یې ولسي وګړي وژلي او پوځي ځایونه، تجهیزات او مهمات یې ویجاړ کړي دي.

نتنیاهو ادعا وکړه چې له هغه وروسته یو اوربند رامنځته شوی، او د سوریې ځواکونه بېرته دمشق ته پر شا شوي دي. هغه وویل: "دا مهمه ده."

"دا اوربند په زور ترلاسه شوی — نه د غوښتنو یا زارۍ له لارې، بلکې په زور."

د پنجشنبې په ورځ، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې پر وړاندې د اسرائیلو دوامداره تېري وغندل، او خبرداری یې ورکړ چې اسرائیل یو بې ‌قانونه، قانون‌ ماتوونکی، بې ‌اصوله، متکبر او ترهګر دولت دی چې د خپلو کړنو د توجیه لپاره له سیمه ‌ییزو شرایطو ناوړه ګټه اخلي.

اردوغان وویل: اسرائیل له تېرو دوو ورځو راهیسې د دروزي اقلیت نوم د پلمې په توګه کاروي ترڅو خپل لوټمارانو ګاونډي سوریې ته وليږي. په دې مرحله کې، زموږ د سیمې تر ټولو لویه ستونزه د اسراییلو تېری دی. که دا بلا (اسرائیل) همدا اوس ونه درول شي، نو سیمه او ټوله نړۍ به په اور کې وسوځي.

کارپوهان وايي، د نوي جوړ شوي سوري حکومت د پوځي جوړښت ناتواني چې نه‌ شي کولای بشپړ کنټرول ټینګ کړي، د سوېدا ولایت د دوه‌ مخې دروزي جګړه ‌مار قوماندان حکمت الحِجري لاس پیاوړی کړی دی. نوموړی، چې پخوا د ایران د مقاومت محور سره تړلی مذهبي شخصیت ګڼل کېده، اوس وایي چې " اسرائیل دښمن نه دی."

اسرائیل د ۱۹۶۷ کال راهیسې د سوریې د ګولان د لوړو ډېره برخه اشغال کړې ده.

د ۲۰۲۴ کال په وروستیو کې د بشارالاسد د رژیم له نسکوریدو وروسته، اسرائیلو د ګولان لوړو کې خپل اشغال پراخ کړ او د سوریې غیر نظامي سیمې کنټرول یې ترلاسه کړ.

وپلټۍ
روسیې د اوکراین په پلازمینه کیف کې پر پوځي تاسیساتو د بریدونو په اړه امریکا ته خبر ورکړ
شهباز شریف د بیجینګ د سفر پر مهال، د مصنوعي ځیرکتیا د نړیوالې ادارې په اړه د چین د نوښت ملاتړ وکړ
په میلیونونو حاجیان د عرفات په غونډۍ کې دعاګانې کوي
کاناډا  غزې ته  د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره  د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
امریکايي او اسرائیلي جېټ الوتکو هرمز تنګي ته نږدې پر ایراني کښتیو برید وکړ
په سوریه کې په بریالي توګه د پارلماني ټاکنو ترسره کیدل
مالیزیا ویلي دي چې د عدالت پر نړۍوالې محکمه کې به د اسرائیلو پر خلاف اقامه د دعوا وکړي
نتنیاهو اعتراف کړی چې د ټرمپ د ایران پر پالېسۍ د اغېز کولو لپاره نوره هیڅ وسیله نلري
تورکیې پاکستان کې پر مسافر وړونکي ریل ګاډي ترهګریز برید چې له امله يي ستره فاجعه رامنځته شوه وغنده
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر روبیو: د امریکا او ایران ترمنځ خبرې اترې ښايي نن کومه لاسته راوړنه ولري
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
راپور: امریکا او ایران د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني اوربند هوکړې ته نږدې شوي
په پاکستان کې په بار وړونکي ریل ګاډي د چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۷ تنه ټپیان شوي
امریکا وايي کیدای شي په 'څو ساعتونو' کې له ایران سره یوه هوکړه وشي
فرانسې د غزې د مرستندویه کاروان له فعالانو سره د "بد چلند" له امله پر بن ګویر بندیز ولګو