منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې الحاق يي رد کړ
اېټالیا او سعودي عربستان په روم کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو له کتنې وروسته په غزه کې د اوربند پر ساتلو، د بشري مرستو پر بې خنډه رسولو او د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د هر ډول الحاق پر ردولو ټینګار وکړ.
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې الحاق يي رد کړ

 د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په روم کې د کتنې پر مهال د 'دوه دولتي حللارې' څخه پر خپل ملاتړ بیا ټینګار وکړ.
اېټالیا او سعودي عربستان په روم کې د خپلو بهرنیو چارو وزیرانو له کتنې وروسته په غزه کې د اوربند پر ساتلو، د بشري مرستو پر بې خنډه رسولو او د اشغال شوې لوېدیځې غاړې د هر ډول الحاق پر ردولو ټینګار وکړ.

د اېټالیا د بهرنیو چارو وزیر 'انتونیو تاجاني' او د هغه سعودي سیال 'شهزاده فیصل بن فرحان ال سعود' د چهارشنبې په ورځ د "دوه دولتي حللارې د پلي کولو لپاره د نړیوال ایتلاف" د غونډې په څنډه کې سره وکتل. وزیرانو سیمه ییز بدلونونه وڅېړل او د خپلو هېوادونو ترمنځ یې ستراتیژیکه ملګرتیا بیا تایید کړه.

وزیرانو په یوې ګډې اعلامیه کې د ایتلاف د غونډو د پایلو هرکلی وکړ او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۸۰۳ پرېکړه لیک او د "غزې د شخړې د پای ته رسولو د جامع پلان" پر پلي کولو یې خپل ملاتړ تکرار کړ.

دواړو لورو د اوربند پر ساتلو، د سیمې پر بې وسلې کولو، د بشري مرستو د بې خنډه لېږد پر تضمین او د فلسطیني ادارې د اصلاحاتو د هڅو پر ملاتړ ټینګار وکړ.

وزیرانو همداراز په لوېدیځه غاړه کې د مېشتو یهودانو (کډوالو) زیاتېدونکی تاوتریخوالی وغانده او د هر ډول "جزوي، بشپړ یا عملي الحاق" او د فلسطینیانو د جبري بې ځایه کېدو سره یې خپل مخالفت وښود.

د سیمه ییز امنیت په اړه، دواړو لورو د ملګرو ملتونو د سمندري قانون د کنوانسیون سره سم د هرمز تنګي، سرې بحیرې، باب المندب تنګي، د عدن خلیج او نورو نړیوالو سمندري لارو کې د بېړۍ چلولو د ازادۍ او د سمندري امنیت پر ساتلو ټینګار وکړ. دوی په دې برخه کې د سوداګریزو کښتیو په ساتنه کې د اروپايي ټولنې د 'اسپایډز'  سمندري ماموریت او په ځانګړې توګه د اېټالیا د ونډې رول ومانه.

په یمن کې د وروستیو بدلونونو په اړه، وزیرانو پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د یوې هراړخیزې حللارې لپاره په سیاسي بهیر کې برخه واخلي. دوی پر سعودي عربستان د حوثي ډلې بریدونه وغندل او د یمن له خلکو سره یې د بشري مرستو او پراختیايي ملاتړ د دوام ننګه وکړه.

په اعلامیه کې همداراز د هرمز تنګي پر ستراتیژیک اهمیت ټینګار شوی، د هغو یو اړخیزو اقداماتو مخالفت شوی چې سمندري تګ راتګ محدودولی شي، او په هرمز کې د خوراکي توکو خوندیتوب لپاره د "روم ایتلاف" څخه ملاتړ تکرار شوی.

په پای کې، دواړو وزیرانو هوکړه وکړه چې د سیمه ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا او د دوه دولتي حللارې د پلي کولو په موخه به خپلمنځي نږدې همغږۍ ته دوام ورکوي.

وپلټۍ
د چین په جنوب ختیځ جیانګشي کې د ځمک ښویېدنې له امله د مړو شمېر ۱۶ تنو ته ورسید
المان وايي داسې کوم شواهد شتون نلري چې روسیه دې د جګړې پای ته رسولو لپاره جدي خبرو اترو ته چمتو وي
د غزې پر وړاندې د اسرائيلو په هوايي برید کې د یوه فلسطیني کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي
پر اردن د ایران بریدونو د امریکا څو جنګي الوتکو ته زیان رسولی دی
تورکیې د سوریې په ادلیب کې د ګودام د چاودنې له امله چې ۴ کسان پکې ووژل شول خپله خواخوږي څرګنده کړه
د فیلیپین په پالوان ساحل کې د بېړۍ په اورلګېدنه کې پنځه کسان مړه شوي او له ۸۰ څخه ډیر خلک ورک دي
اروپايي ټولنې یوځل بیا تایید کړه چې د اسرائیلو میشت ځایونه د نړیوال قانون له مخې غیرقانوني دي
د تورکیې د دفاعي صنعت شرکت په مصر کې د ګډ تولید لپاره یوه فرعي څانګه پرانیسته
د دوو ماشومانو په ګډون شل فلسطینیان په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د اسرائیلو د چاپو پر مهال ونیول شول
د نیپال-چین سرحدي سیلابونو له امله د مړو شمېر 1,410 ته لوړ شوی، او زرګونه خلک لا هم ورک دي
سرچینې: اسرائیل په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې د بریتانیا قونسلګرۍ ته د تړلو لپاره ۳۰ ورځي وخت ورکړ
په مالیزیا کې د چورلکې لوېدو له امله پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي