نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر پوستې برید شوی
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، سیمه ییزو پولیسو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید شوی دی.
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر پوستې برید شوی
د پاکستان په شمال لویدیځ کې د پولیسو پر پوستې برید شوی / Reuters
12 دسمبر 2025

پاکستان کې په یوه برید کې ۵ پولیس ټپیان شول

د پاکستان په شمال لوېدیځ خیبر پښتونخوا ایالت کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې په وسله وال برید کې د ۵ پولیسو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، سیمه ییزو پولیسو اعلان کړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید شوی دی.

پولیسو ویلي، چې امنیتي ځواکونو پر وخت اقدام کړی او برید یې په شا تمبولی دی. همدارنګه یې زیاته کړې، چې نښته درې ساعته روانه وه او څو تنه وسله وال پکې له منځه وړل شوي دي.

پولیسو ویلي چې په برید کې ۵ تنه پولیس ټپیان شوي او د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

پرون هم د شېخ لنډک په سیمه کې د فوټبال لوبې پر مهال د لوبې پر ډګر د ډرون برید له امله لږ تر لږه ۷ تنه، چې ماشومان هم پکې شامل وو، ټپیان شوي وو.

د پاکستان د ترهګرۍ ستونزه

په پاکستان کې وسله وال بریدونه په ځانګړې توګه خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې، ډېر شوي دي.

په دواړو ایالتونو کې هغه وسله والې ډلې چې د پښتنو او بلوڅو توکمیزو ډلو د حقونو د دفاع ادعا کوي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو بریدونه ترسره کوي.

اسلام اباد ادعا کوي چې ټي ټي پي (TTP) په افغانستان کې ځای پر ځای شوې او له هغه ځایه خپل بریدونه تنظیموي، خو افغان حکومت دا ادعاوې ردوي.

خو په بلوچستان کې بیا د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) بریدونه ډېر تر سترګو کېږي. بي اېل اې له پاکستان څخه د بلوچستان ایالت د جلا کېدو او پر دې سیمه د بلوڅ ولس د واکمنۍ غوښتنه کوي.

 

وپلټۍ
پاکستان په کراچۍ ښار کې په یوه سوداګریز مرکز کې د سترې اورلګېدنې له امله لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي
ټرمپ د ګرینلنډ پر سر ۸ اروپايي هېوادونو ته د تعرفو ګواښ وکړ
د سوریې پوځ د حلب په ختیځ کې د دیر حافر ښار بشپړ کنټرول ترلاسه کړ او سیمه د ترهګرو څخه پاکه کړه.
د جرمني لومړی وزیر: امریکا 'د اصولو پر بنسټ نظم څخه مخ اړوي'
د سویلي افریقا  د کیپ ټاون ښار ته نږدې اووه کسان وژل شوي.
د تورکیې د بشري مرستو  بنسټ تېر کال په ۱۴ هېوادونو کې ۷۰ دایمي پروژې بشپړې کړي دي
د ایران په لاریونونو کې د مړو شمېر له ۳۰۰۰ واوښت، انټرنیټ ورو ورو بېرته فعالېږي
سپینې ماڼۍ د غزې د حکومتولۍ پلان لپاره اجرایوي بورډ اعلان کړ
د تورکیې ملي راډیو تلویزیون د ځوانانو لپاره د ( ټي آر ټي ځوان ) په نامه یو جلا چینل پرانیست.
آلمان په برلین کې له لوړپوړو خبرو وروسته د اروپا په امنیت کې د تورکیې د رول ملاتړ کوي
فیدان: تورکیه د ایران پر وړاندې د 'هر ډول پوځي مداخلې' مخالفت کوي
په امریکا کې د کډوالۍ او ګمرکونو پلي کولو ادارې (ICE) په توقیف ځای کې د مرګونو شمیره مخ په لوړیدو ده
په ټایلنډ کې د کرېن نړېدو له امله اورګاډی له پټلۍ وتلی او لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي
د ګرینلینډ لومړی وزیر: موږ د امریکا پر ځای ډنمارک غوره کوو
د اسرائيلو د پارلمان وکیلان د فلسطيني بنديانو د په دار ځړولو لپاره د قانون د مسودې د تصویب هڅې کوي