تورکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اختر په مناسبت د لنډمهاله اوربند هر کلی وکړ.

د تورکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعلان شوي اوربند په اړه وویل: "موږ یو ځل بیا تکراروو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا او د متقابل باور فضا د رامنځته کولو په موخه د هر ډول ملاتړ ته چمتو یو.

By
تورکیې د افغانستان او پاکستان ترمنځه د اختر په مناسبت د لنډمهاله اوربند هر کلی وکړ. / AA

د تورکیې د واکمن د عدالت او پراختیا ګوند  مرستیال مشر افکان اعلی د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعلان شوي اوربند په اړه وویل: "موږ یو ځل بیا تکراروو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د پیاوړتیا او د متقابل باور فضا د رامنځته کولو په موخه د هر ډول ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ ته چمتو یو."

اعلی په خپله ټولنیزه پاڼه کې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د پریکړې هرکلی کوي او په دې اړه ډیر خوښ دی.

نوموړي هیله څرګنده کړه چې دغه نېک ګام د دواړو دوستو او ورورنو هېوادونو ترمنځ د اوسنیو اړیکو د نرمښت (ښه کېدو) سبب شي او زیاته کړه،

"تورکیه په سیمه کې سولې او ثبات ته ځانګړی ارزښت ورکوي، له همدې امله موږ هیله لرو چې دا اوربند د سولې په یوه داسې دایمي پروسې بدل شي چې د دواړو هېوادونو د آرامۍ، امنیت او سوکالۍ سره مرسته وکړي. په دې برخه کې، موږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو او مذاکراتو د پیاوړتیا او د متقابل باور د فضا د رامنځته کولو لپاره د هر ډول ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ ته خپل چمتووالی بیا اعلانوو."