تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړۍ داسې یوې ګډوډۍ ته لوېدلې چې پکې "د زورورو واکمني چلیږي." هغه مخکښ هېوادونه تورن کړل چې هغه اصول تر پښو لاندې کوي چې یو وخت یې پخپله د ساتنې ادعا کوله.
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پر اصولو ولاړ نړۍوال نظم د خپو لاندې کول او پاشل وغندل / AA

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر ایران د بریدونو په اړه د نړۍ دوه ګونی چلند وغانده او ویې ویل چې انقره به د مخ په زیاتیدونکي سیمه ییز کړکیچ په ترڅ کې د سولې، ډیپلوماسۍ او عدالت پلوي وکړي.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نړۍ داسې یوې ګډوډۍ ته لوېدلې چې پکې "د زورورو واکمني چلیږي." هغه مخکښ هېوادونه تورن کړل چې هغه اصول تر پښو لاندې کوي چې یو وخت یې پخپله د ساتنې ادعا کوله.

اردوغان د سه شنبې په ورځ په انقره کې د یوې غونډې پر مهال وویل، د بې ثباتۍ اوسنۍ دوره د تورکیې پر ګاونډي، ایران، له بریدونو پیل شوه او خبرداری یې ورکړ چې نړیوال نورمونه له منځه وړل کیږي.

هغه وویل: "هغه نړۍ چې موږ پکې ژوند کوو، د ګډوډۍ په داسې یوې نړۍ بدله شوې چې پکې د زورورو قانون حاکم دی."

اردوغان استدلال وکړ چې د حاکمیتي برابرۍ، څو قطبي توب او د ډیپلوماسۍ له لارې د شخړو د هواري په څېر اصول د هغو کسانو له خوا په تشو "مجسمو" بدل شوي چې یو وخت یې د دغو اصولو شعارونه ورکول.

هغه په ډاګه کړه: "ټول هغه کسان چې د دغو اصولو په اړه وعظونه کوي، کله چې یې ګټې تقاضا وکړي د هغو په تر پښو لاندې کولو کې هېڅ ځنډ نه کوي." نوموړي نامعلومه لوبغاړي تورن کړل چې کله یې په ګټه وي، نو نړیوال ارزښتونه پریږدي.

اردوغان زیاته کړه چې نړیواله ټولنه د داسې یوې دورې څخه تیریږي چې پکې د دښمنۍ عادي کول او د جګړې خپریدل په نښه شوي دي.

هغه وویل: "په داسې وختونو کې د تورکیې دریځ بیخي روښانه دی. کله چې مسله د ټول بشریت او زموږ د سیمې وي، موږ به خامخا یو اړخ نیسو. موږ به هېڅکله بې پرې پاتې نشو."

اردوغان وویل چې انقره نشي کولی هغه وخت بې طرفه پاتې شي کله چې د هغوی د ګاونډیانو سوله او سوکالي له منځه وړل کیږي یا کله چې د ټولې نړۍ راتلونکی په خطر کې وي.

هغه زیاته کړه: "برعکس، موږ د تورکیې جمهوریت په توګه د سولې او ثبات ملاتړ کوو. موږ د همکارۍ، پیوستون، نړیوالو ارزښتونو، عدالت او پرمختګ پلوي یو."

اردوغان ټینګار وکړ چې اختلافات باید د زور پر ځای د خبرو اترو له لارې حل شي: "موږ باور لرو چې ستونزې د ډیپلوماسۍ او ډیالوګ له لارې حل کیدای شي. موږ د جګړې پر ځای د خبرو او د جګړې پر ځای د سولې غوښتونکي یو."

هغه په پای کې وویل چې تورکیه به د هغه څه ملاتړ ونه کړي چې ده "داړه ماران" یا د نسل وژنې عاملین وبلل او خپلو هڅو ته به دوام ورکړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې په هر ځای کې خلک په آزادي کې ژوند وکړي.

وپلټۍ
تورکیې په نابلس کې د ۴ تنو فلسطینیانو وژنه په کلکو ټکو وغندله
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوسته برید کې ۱۵ کسان وژل شوي
ایران په بحرین، اردن او کویټ کې د امریکا پر نظامي اهدافو بریدونه وکړل
ټرمپ : ایران اوس په مذاکراتو کې ډېر جدي چلند کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ