د پ ک ک څانګه وای پ جي ترهګرې ډله په سوریه کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي

د الکعیریا په برید کې د یوې کورنۍ یو ملکي کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پ ک ک څانګه وای پ جي په سوریه کې پر ملکي وګړو بریدونه کوي

د الکعیریا په برید کې د یوې کورنۍ یو ملکي کس ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. ټپیان نږدې روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پ ک ک څانګه وای پ جي ترهګره ډله چې د SDF په نوم فعالیت کوي، د چهارشنبې په ورځ په سوریه کې پر ملکي وګړو برید وکړ چې په پایله کې یې یو کس ووژل شو او د یوې کورنۍ دوه نور غړي ټپیان شول.

د سوریې د عربي خبری اژانس (سانا) راپور ورکړی چې SDF د حلب ختیځې سیمې په کلیوالو کې د الخفسه ښارګوټي شاوخوا په هاوان مرمیو وویشت، او همدارنګه یې د منبج په کلیوالو کې د الکعیریا کلي کورونه په نښه کړل.

دغه تاوتریخوالی څو میاشتې وروسته له هغې زور اخلي چې د مارچ په ۱۰مه د سوریې ولسمشر احمد الشرع او د پي کې کې/وای پي جي د ترهګرې ډلې لوړ پوړي مشر فرهاد عبدی شاهین ترمنځ یوه موافقه لاسلیک شوه، چې له مخې به یې د سوریې په شمال ختیځ کې ملکي او پوځي ادارې د دولت تر مدیریت لاندې یوځای کېږي، د سوریې د خاورې پر یووالي ټینګار او د وېش پلانونه ردول دي.

په هرصورت، دې سازمان څو ځله له دې تړون څخه سرغړونه کړې ده.

د سوریې حکومت له هغه وخت راهیسې چې د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په ۸مه د بشارالاسد رژیم د ۲۴ کلونو واکمنۍ وروسته نسکور شو، هڅه کوي څو په هېواد کې د امنیت کنټرول په خپل لاس کې واخلي.