نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ په نایجریا کې د داعش پر اهدافو د امریکا د بریدونو اعلان وکړ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالاتو د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د داعش پر اهدافو بریدونه کړي، او ادعا یې کړې چې دغه ډله عیسویان په نښه کوي.
ټرمپ په نایجریا کې د داعش پر اهدافو د امریکا د بریدونو اعلان وکړ
ټرمپ په نایجریا کې د داعش پر اهدافو د امریکا د بریدونو اعلان وکړ / Reuters

ټرمپ په نایجریا کې د داعش پر اهدافو د امریکا د بریدونو اعلان وکړ

د امریکا ولسمشر وايي چې پنټاګون په نایجریا کې د داعش پر اهدافو ګڼ شمېر دقیق بریدونه ترسره کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالاتو د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د داعش پر اهدافو بریدونه کړي، او ادعا یې کړې چې دغه ډله عیسویان په نښه کوي.

ټرمپ د پنجشنبې په ورځ پر ټروت سوشیل ولیکل: «نن شپه، د ستر قومندان په توګه زما په لارښوونه، متحده ایالاتو د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د داعش ترهګرو پر ضد یو پیاوړی او مرګونی برید ترسره کړ، هغه ترهګر چې په ځانګړي ډول بې ‌ګناه عیسویان په نښه کوي او په بې ‌رحمۍ یې وژني.»

هغه زیاته کړه: «ما مخکې هم دغو ترهګرو ته خبرداری ورکړی و چې که د عیسویانو وژنه ونه دروي، نو سخت قیمت به پرې کړي، او نن شپه همداسې وشول.»

ټرمپ وویل چې پنټاګون ګڼ دقیق او بشپړ بریدونه ترسره کړل، «لکه څنګه چې یوازې متحده ایالات یې د ترسره کولو وړتیا لري.»

د نایجیریا د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ تایید کړه چې د امریکا له خوا ترسره شوي دقیق هوايي بریدونه د هېواد په شمال لوېدیځ کې «ترهګریز اهداف» په نښه کړي دي، او زیاته یې کړه چې نایجیریا لا هم له واشنګټن سره د «منظم امنیتي همکارۍ» په چوکاټ کې بوخته ده.

د ځواک ښودنه

د امریکا د افریقا قومندانۍ (AFRICOM) په ایکس کې په یوه بیان کې وویل چې دغه برید د نایجیریا د چارواکو په غوښتنه ترسره شوی دی.

افریکام (AFRICOM) په خپل بیان کې وویل: «د نایجیریا د چارواکو په غوښتنه،  AFRICOM په سوبوتو ایالت کې برید ترسره کړ چې په پایله کې یې د داعش څو ترهګر ووژل شول»، چې موخه یې د نایجیریا په شمال لوېدیځ کې د سوکوتو ایالت وه.

په بیان کې زیاته شوې: «د داعش پر ضد مرګوني بریدونه زموږ د پوځ ځواک او زموږ هغه ژمنتیا ښيي چې په کور دننه او بهر د امریکایانو پر وړاندې د ترهګریزو ګواښونو له منځه وړو ته یې لرو.»

د نایجیریا حکومت تر دې وړاندې ویلي وو چې وسله والې ډلې هم مسلمانان او هم عیسویان په نښه کوي. خو ټرمپ د اکتوبر په میاشت کې ادعا کړې وه چې عیسویان په دغه هېواد کې له «وجودي ګواښ» سره مخ دي.

د همدې اوونۍ په پیل کې، د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی و چې امریکا د نومبر له وروستیو راهیسې د نایجیریا پر پراخو سیمو د استخباراتي معلوماتو د راټولولو الوتنې ترسره کوي.

وپلټۍ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي
ایران وايي په بحرین او کویټ کې  په ۸۵ امریکايي مرکزونو توغندیز بریدونه کړي دي
امریکا پر ایران باندې د بریدونو نوې څپه پیل کړه
اردوغان په انقره کې د ناټو سرمشریزې په مېلمستیا کې د مشرانو کوربه توب وکړ
د تورکیې ولسمشر په پلازمینه انقره کې د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه وکړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان په انقره کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د امریکا ولسمشر  ټرمپ سره لیدنه وکړه
د افغانستان د کرکټ پخوانی چټک توپ اچوونکی شاپور ځدراڼ د اوږدې مودې ناروغۍ نه وروسته وفات شو.
کرملین: د انقرې د ناټو سرمشریزه له نږدې څارو
د انقرې ناټو سرمشریزه د دفاعي صنایعو د فورم په پرانیستلو سره پیل شوه
د سوریې په پلازمینه دمشق کې غبرګې چاودنې شوي دي.
د پاکستان په بلوچستان کې پر یوې امنیتي پوسته د ترهګریز برید په پایله کې ۹ پولیس وژل شوي