آسټرالیا ویلي دي د ایران لخوا په یهود ضد بریدونو کې د لاس لرولو انکار ددوې له لپاره د منلو وړ ندی

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پېني وونګ د ایران د سفیر د شړلو له  پریکړې دفاع کوي او  وایي دا پرېکړه د یوې اوږدې څېړنې وروسته شوې ده.

/ Reuters

آسټرالیا ویلي دي د ایران لخوا په یهود ضد بریدونو کې د لاس لرولو ردول نه مني.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیره پېني وونګ د ایران د سفیر د شړلو له  پریکړې دفاع کوي او  وایي دا پرېکړه د یوې اوږدې څېړنې وروسته شوې ده. 

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې د ایران هغه انکارونه رد کړي چې ګنې په اسټرالیا کې د یهود ضد بریدونو کې لاس نه لري، او ویلي یې دي چې تهران “له کرښې اوښتې دي.”

پېني وونګ د چهارشنبې په ورځ د ABC راډیو سره په مرکه کې د خپل حکومت د ایران د سفیر د شړلو پریکړې څخه دفاع وکړه او ویې ویل چې دا پرېکړه د یوې اوږدې څېړنې وروسته شوې ده.

هغې وویل: "موږ په څرګنده توګه هغه څه ولیدل چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي. موږ یې ردوو."

وونګ پر اسټرالیایانو غږ وکړ چې ایران ته سفر ونه کړي، او یادونه یې وکړه چې هیواد له اوږدې مودې راهیسې د "سفر مه کوئ" مشورې لاندې دی.

هغې زیاته کړه: “روښانه ده چې دا حالت لا پسې ستونزمنوي، ځکه اوس په ایران کې هېڅ اسټرالیايي مامور پاتې نه دی چې اسټرالیایانو سره مرسته وکړي. زما پیغام څرګند دی: ایران ته مه ځئ. او که په ایران کې یاست، مهرباني وکړئ بېرته ستانه شئ.”

د هغې څرګندونې وروسته له هغه راغلې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې هېواد یې په اسټرالیا کې په هېڅ برید کې لاس نه لري او د اسټرالیا لومړی وزیر انتوني البانیزي یې “کمزوری سیاستوال” وباله.

عراقچي د سه شنبې په ماښام په ایکس  ټولنیزه شبکه کې ولیکل : "ایران د نړۍ د تر ټولو پخوانیو یهودي ټولنو کور دی، چې لسګونه کنیسې پکې شتون لري. په داسې حال کې چې موږ په خپل هېواد کې د دوی د ساتنې لپاره تر ټولو ډېره هڅې کوو، د اسټرالیا په څېر ځای کې د دغو عبادت ځایونو د برید تور پر ایران لګول هېڅ معنی نه لري.”

هغه زیاته کړه: “ایران د اسټرالیايي خلکو د فلسطین ملاتړ بیه پرې کوي. کانبیرا باید دومره پوهه ولري چې د جګړه مارو مجرمانو په مشرۍ د رژیم د راضي کولو هڅه بېهوده ده. دا کار به یوازې نتنیاهو او د هغه ملګرو ته جرئت ورکړي.”

د سه شنبې په ورځ، اسټرالیا د ایران سفیر وشړلو او په تهران کې یې د خپل سفارت فعالیتونه وځنډول، او ادعا یې وکړه چې ایران د اسټرالیا په خاوره کې د یهود ضد بریدونو لارښوونه کړې ده.

دا لومړی ځل و چې اسټرالیا له دویمې نړیوالې جګړې وروسته یو سفیر شړي.

البانیز همدارنګه وویل چې اسټرالیا به د ایران د انقلابي ګارد ځواک د یو ترهګر سازمان په توګه وټاکي.