د ایران د پوځ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې نن سهار وختي د علي السالم په هوايي اډه کې پر امریکايي اهدافو برید ترسره شو.
د اعلامیې له مخې، په دغه برید کې په یاده اډه کې ځای پر ځای شوي د امریکا اړوند د پېټریوټ دفاعي سیسټمونه او د بېپیلوټه الوتکو د توغولو سټېشنونه په نښه شوي دي.
دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې امریکا نن سهار وختي د ایران د قیشم پر ټاپو ګڼشمیر بریدونه کړي وو.






















