روسیې د ایران بوشهر اتومي بټۍ ته "څو متره نږدې" د امریکا او اسرائیل برید وغانده
روسیې د ایران د بوشهر اتومي برېښناکوټ ته نږدې هغه برید وغانده چې یوه ورځ وړاندې شوی و. روسیې ویلي چې دا برید له ریاکټور څخه یوازې څو متره لیرې شوی دی. دغې هیواد پر امریکا او اسراییل غږ وکړ چې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه ودروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا خبرداری ورکړ چې دا بریدونه د راډیولوژیکي (اتومي وړانګو) خطرونه رامنځته کوي چې د منځني ختیځ لپاره خورا ناوړه او غیر متوقع پایلې لرلای شي.
روسیې د ایران د بوشهر اتومي برېښناکوټ ته نږدې هغه برید وغانده چې یوه ورځ وړاندې شوی و. روسیې ویلي چې دا برید له ریاکټور څخه یوازې څو متره لیرې شوی دی. دغې هیواد پر امریکا او اسراییل غږ وکړ چې د ایران پر اتومي تاسیساتو بریدونه ودروي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې دا څرګندونې وکړې.
زاخارووا وویل: "موږ د بوشهر اتومي برېښناکوټ پر داخلي ساحه، چې له فعال ریاکټور څخه یوازې څو متره لیرې ده، دا غیر مسوولانه او په بشپړ ډول د نه منلو وړ توغندیز برید په کلکه غندو."
هغې زیاته کړه چې دا ډول بریدونه د منځني ختیځ لپاره د نه منلو وړ اتومي خطرونه رامنځته کوي او له خطرناکو پایلو ډک دي.
روسیې خپله د بوشهر اتومي بټۍ جوړه کړې، له ایران سره یې په چلولو کې مرسته کوي او اوسمهال یې د پراخولو په چارو کې هم همکاري کوي.
بل لور ته، ایران د سه شنبې په ورځ د اتومي انرژۍ نړیوال اژانس ته ویلي چې په دغه برید کې کوم زیان نه دی اوښتی او نه هم چاته مرګ ژوبله اوښتې ده.