ټرمپ د سوریې د ولسمشر احمد الشرع سره قطر ته د سفر نه مخکې لیدنه کوي

امریکا متحد اسرائیل د سوریې لپاره د بندیزونو د پورته کولو مخالفت کړی، خو ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه هڅولی چې دا ګام واخلي.

/ Reuters

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټاکل شوې وه چې د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع  سره وویني. دا لیدنه  وروسته له هغې کیږي امریکا متحده ایالتونو د سوریې پر حکومت ټولو بندیزونو لرې کولو نه خبر ورکړ.

سره له دې چې د ټرمپ د ادارې ځینې برخې د دې پرېکړې په اړه اندېښنه لري، ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ریاض کې یوې وینا کې وویل چې هغه به د سوریې بندیزونه پورته کړي.

د امریکا ولسمشر موافقه کړې چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع "سلام" وکړي، څوک چې د خلیج د همکارۍ شورا د غونډی لپاره ریاض ته راغلی دی.

د ټرمپ د خلیج سیمې څلور ورځني سفر لومړۍ ورځ د شاندارو مراسمو او سوداګریزو تړونونو سره پیل شوه، چې پکې د سعودي عربستان له خوا په امریکا کې د ۶۰۰ میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه او د امریکا څخه د ۱۴۲ میلیارده ډالرو وسلو پیرود شامل وو.

وروسته د چهارشنبې په ورځ، ټرمپ به د قطر پلازمېنې دوحې ته ولاړ شي، چیرې چې هغه به د قطر د  امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او نورو چارواکو سره په دولتي لیدنه کې ګډون وکړي.

قطر، چې د امریکا یو مهم متحد دی، تمه کیږي چې په امریکا کې په سلګونو میلیارده ډالر پانګونې اعلان کړي.

د امریکا متحد اسرائیل د سوریې لپاره د بندیزونو د پورته کولو مخالفت کړی، خو ټرمپ د سه شنبې په ورځ وویل چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هغه هڅولی چې دا ګام واخلي.

د الشرع سره د ټرمپ اړیکې، چې د سوریې پخوانی مشر بشار الاسد یې په ډسمبر کې له واکه لرې کړ، په نږدې توګه څارل کیږي ترڅو معلومه شي چې واشنګټن د دمشق سره د اړیکو د بیا رغونې په اړه څومره جدي دی.

د قطر له سفر وروسته، ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابو ظبي ته ولاړ شي ترڅو د اماراتو له مشرانو سره وویني.

ټاکل شوې چې هغه د جمعې په ورځ واشنګټن ته ستون شي، خو هغه ویلي چې کېدای شي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ترمنځ احتمالي غونډې لپاره تورکیې ته سفر وکړي.