افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
افغانستان: غواړو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو
د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هېوادونو سره پر اقتصادي او سیاسي برخو متمرکزې ښې اړیکې جوړې کړي.
افغانستان: غواړو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو
افغانستان: غواړو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو / Reuters

افغانستان: غواړو د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولرو

د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې غواړي د امریکا متحده ایالاتو په ګډون له ټولو هېوادونو سره پر اقتصادي او سیاسي برخو متمرکزې ښې اړیکې جوړې کړي.

د افغانستان د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له ځايي رسنیو سره په خبرو کې په دې اړه څرګندونې وکړې.

مجاهد وویل: "موږ د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو د جوړولو ملاتړ کوو. زموږ اړیکې باید پر دوو بنسټونو ولاړې وي: ډیپلوماسي او سوداګري. په دې برخه کې، موږ تل له امریکا سره اړیکه نیولې او هڅولي مو دي چې په دغو برخو کې له موږ سره همکاري وکړي."

مجاهد د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته په اشارې سره وویل، ټرمپ باید د دا ډول څرګندونو پر ځای په کابل کې د امریکا سفارت بېرته پرانیزي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړه: "د دې ډیپلوماتیکې لارې په بیا پرانیستل کېدو سره د افغانستان او امریکا ترمنځ مناسبې او مشروع اړیکې ټینګېدای شي. موږ د ښو اړیکو د جوړېدو ملاتړ کوو، وبه ګورو چې هغوی څه وايي."

د بګرام په اړه د ټرمپ پلان

ټرمپ د سپټمبر په ۱۸مه د برېتانیا له لومړي وزیر کیر سټارمر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي وو، چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ونیسي، کومه چې په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو تر یرغل وروسته په دغه هېواد کې د دوی تر ټولو لویه پوځي اډه وه.

ټرمپ داسې اشاره هم کړې وه چې ګواکې دوی د افغانستان له حکومت سره د دې پوځي اډې د بېرته ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې کوي، کومه چې په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال پرېښودل شوې وه. هغه ویلي وو: "دا د نړۍ له سترو هوايي اډو څخه یوه ده. موږ دا اډه هغوی ته په وړیا توګه وسپارله. اوس هڅه کوو چې بېرته یې ونیسو. د دې اډې د غوښتلو یو لامل دا دی چې دا له هغه ځایه یو ساعت لرې ده، چېرته چې چین خپلې اټومي وسلې جوړوي."

د افغانستان د حکومت د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي د ټرمپ دغو څرګندونو ته په ځواب کې ویلي وو: "افغانستان او امریکا له یو بل سره تعامل ته اړتیا لري او کولی شي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ اقتصادي او سیاسي اړیکې جوړې کړي، خو پرته له دې چې امریکا د افغانستان په کومه برخه کې پوځي شتون ولري."

وروسته ټرمپ د ټروت سوشل (Truth Social) په نوم پر خپلې ټولنیزې شبکې، چې مرکز یې په امریکا کې دی، په یوه بیان کې لیکلي وو: "که افغانستان د بګرام هوايي اډه بېرته امریکا ته ونه سپاري، نو بدې پایلې به ولري."

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول