منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
ایران وايي د هرمز تنګی د 'نړۍ' پرمخ خلاص مګر 'دښمنانو' پرمخ تړلی دی
ایران د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به د نړیوال سمندري ټرانسپورت پر مخ خلاص وي مګر د خپلو دښمنانو او د هغوی د سیمه يیزو اډو لپاره به "تړلی" وي.
ایران وايي د هرمز تنګی د 'نړۍ' پرمخ خلاص مګر 'دښمنانو' پرمخ تړلی دی
ایران وايي د هرمز تنګی د 'نړۍ' پرمخ خلاص مګر 'دښمنانو' پرمخ تړلی دی / Reuters

د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار ولایتی وايي تر هغه چې ایران د هرمز د ستراتیژیک تنګي کنټرول وساتي د اسرائیل او امریکا جګړه به 'د ایران په شرایطو پای ته ورسیږي'.

ایران د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به د نړیوال سمندري ټرانسپورت پر مخ خلاص وي مګر د خپلو دښمنانو او د هغوی د سیمه يیزو اډو لپاره به "تړلی" وي.

د ایران د ستر رهبر مجتبی خامنه ای سلاکار علي اکبر ولایتی د امریکا د ټولنیزو رسنیو شرکت ایکس کې په څرګندونو کې وویل چې د جګړې پایله به د ایران د ستراتیژۍ له مخې ټاکل کیږي، نه د هغه څه پر بنسټ چې نوموړي د دښمنانو «خیالي تصورات» بللي دي.

هغه وویل: "د هرمز تنګی د نړۍ پر مخ  خلاص دی، مګر دا به د ایران د خلکو دښمنانو او په سیمه کې د هغوی د اډو لپاره تړلی پاتې شي."

ولایتی زیاته کړه چې جګړه به د ایران د شرایطو پر بنسټ پای ته ورسېږي.

هغه وویل: «جګړه به د ایران د ستراتیژۍ او واک په اساس پای ته ورسېږي، نه د تجاوزګرو د مستۍ او خیالي تصوراتو په اساس.»

د هغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې راغلې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپینې ماڼۍ له تلویزیوني وینا سره وویل چې ایران ډېر لږ توغندي توغوونکي لري او د توغندیو او بې ‌پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا یې «په پراخه کچه محدوده شوې» ده.

ټرمپ وویل چې تمه لري جګړه به دوه تر درې اونۍ نور هم دوام وکړي، خو باور لري چې شخړه د «پای» په لور روانه ده.

تهران د هرمز تنګي اغیزمن کنټرول ساتلی دی، چې د آسیا هیوادونو ته د انرژۍ رسولو لپاره یوه مهمه لاره ده، د هغو هیوادونو کښتیو ته اجازه ورکوي چې ایران یې "دوستانه هیوادونه" بولي.

په سیمه کې تاوتریخوالی د فبروري په ۲۸مه د ایران په وړاندې د اسرائیل او امریکا د ګډ برید له پیل راهیسې زیات شوی، چې په پایله کې یې د هغه وخت د ستر مشر علي خامنه ای په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډیر کسان ووژل شول.

ایران هم په ځواب کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې اسرائیل، اردن، عراق او د خلیج هغه هیوادونه یې په نښه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې مېشت دي. دې بریدونو ځاني تلفات او بنسټیزو تاسیساتو ته زیانونه اړولي نړیوال مارکیټونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.

وپلټۍ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
اسرائیلي وزیر ادعا کړې چې یوه "ترهګر" د فلاي دوبۍ الوتکې د راغورځولو هڅه کړې
د قطر لومړي وزیر نتنیاهو "جنګي مجرم" وباله او د منځګړیتوب پر دوام یې ټینګار وکړ
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې شپږ فلسطینیان مړه  او یو شمېر ماشومان ټپیان شول.
امریکايي ځواکونه په عراق کې له پاتې اډو وځي او شل کلن پوځي شتون پای ته رسوي
حماس د الاقصی انتفاضې کلیزه ونمانځله او له عربو او مسلمانانو څخه يي  د ملاتړ غوښتنه وکړه
ایران امریکا ته د هرمز تنګي د پرانیستو په خاطر نوی وړاندیز وړاندې کړ.
ایران ویلي دي چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د ایران پر ضد په جګړه کې د اروپا د ګډون اعتراف دی.
نتنیاهو په ملګرو ملتونو کې د وینا د پیلولو سره تقريباً۷۰ هیوادونو استازي له تالاره ووتل.
ایران پر انګلستان د اسرائیلو د ترهګر رژیم په تاسیسولو کې د رول له امله نیوکه وکړه
امریکا استخبارات : چین د هغو معلوماتو په برابرولو سره چې ایران ته یې ورکړي،د دې هېواد وړتیا لوړه کړې
ایران ګواښ وکړ که د امریکا بریدونه دوام ومومي، نښته به تر هندي سمندرګي پورې پراخه کړو»
د «غزې سولې شورا» به لږ تر لږه ۶ میاشتنی او د ۲,۴۵ میلیارد ډالرو بیا رغونې پلان اعلان کړي
اسرائیلو په خان یونس کې د ملکي وګړو په یو موټر برید وکړ
د ایران دولتي تلویزیون: د بهرنیو چارو وزیر عراقچي د ترامپ له ځانګړو استازو ویتکوف او کوشنر سره وکتل
الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډې دمخه په امریکا کې له سوري ټولنې سره لیدنه وکړه
ایران : که امریکا سمندري محاصره پای ته ورسوي، د ۷ ورځو په دننه  کې به د هرمز تنګی پرانیزو»
په غزه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلو د بریدونو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی