ایران وايي د هرمز تنګی د 'نړۍ' پرمخ خلاص مګر 'دښمنانو' پرمخ تړلی دی
ایران د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به د نړیوال سمندري ټرانسپورت پر مخ خلاص وي مګر د خپلو دښمنانو او د هغوی د سیمه يیزو اډو لپاره به "تړلی" وي.
د ایران د ستر مذهبي مشر سلاکار ولایتی وايي تر هغه چې ایران د هرمز د ستراتیژیک تنګي کنټرول وساتي د اسرائیل او امریکا جګړه به 'د ایران په شرایطو پای ته ورسیږي'.
ایران د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به د نړیوال سمندري ټرانسپورت پر مخ خلاص وي مګر د خپلو دښمنانو او د هغوی د سیمه يیزو اډو لپاره به "تړلی" وي.
د ایران د ستر رهبر مجتبی خامنه ای سلاکار علي اکبر ولایتی د امریکا د ټولنیزو رسنیو شرکت ایکس کې په څرګندونو کې وویل چې د جګړې پایله به د ایران د ستراتیژۍ له مخې ټاکل کیږي، نه د هغه څه پر بنسټ چې نوموړي د دښمنانو «خیالي تصورات» بللي دي.
هغه وویل: "د هرمز تنګی د نړۍ پر مخ خلاص دی، مګر دا به د ایران د خلکو دښمنانو او په سیمه کې د هغوی د اډو لپاره تړلی پاتې شي."
ولایتی زیاته کړه چې جګړه به د ایران د شرایطو پر بنسټ پای ته ورسېږي.
هغه وویل: «جګړه به د ایران د ستراتیژۍ او واک په اساس پای ته ورسېږي، نه د تجاوزګرو د مستۍ او خیالي تصوراتو په اساس.»
د هغه څرګندونې څو ساعته وروسته له هغې راغلې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپینې ماڼۍ له تلویزیوني وینا سره وویل چې ایران ډېر لږ توغندي توغوونکي لري او د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د توغولو وړتیا یې «په پراخه کچه محدوده شوې» ده.
ټرمپ وویل چې تمه لري جګړه به دوه تر درې اونۍ نور هم دوام وکړي، خو باور لري چې شخړه د «پای» په لور روانه ده.
تهران د هرمز تنګي اغیزمن کنټرول ساتلی دی، چې د آسیا هیوادونو ته د انرژۍ رسولو لپاره یوه مهمه لاره ده، د هغو هیوادونو کښتیو ته اجازه ورکوي چې ایران یې "دوستانه هیوادونه" بولي.
په سیمه کې تاوتریخوالی د فبروري په ۲۸مه د ایران په وړاندې د اسرائیل او امریکا د ګډ برید له پیل راهیسې زیات شوی، چې په پایله کې یې د هغه وخت د ستر مشر علي خامنه ای په ګډون له ۱۳۴۰ څخه ډیر کسان ووژل شول.
ایران هم په ځواب کې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي، چې اسرائیل، اردن، عراق او د خلیج هغه هیوادونه یې په نښه کړي چې د امریکا پوځي اډې پکې مېشت دي. دې بریدونو ځاني تلفات او بنسټیزو تاسیساتو ته زیانونه اړولي نړیوال مارکیټونه او هوايي چلند یې ګډوډ کړی دی.