نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډت  د دوشنبې په ورځ د خپل ائتلافي شریک (سوشل ډیموکراټ ګوند) او د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ګوند له سختو نیوکو سره مخ شو،
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینډت  د دوشنبې په ورځ د خپل ائتلافي شریک (سوشل ډیموکراټ ګوند) او د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ګوند له سختو نیوکو سره مخ شو، ځکه نوموړي د هغو ناامنیو او ګډوډیو پړه پر کډوالو اچولې وه چې د تېرې اوونۍ په پای کې د ځوانانو له تر ډېره سوله‌ییزو لاریونونو وروسته رامنځته شوې وې.

د مسیحیانو متحد ټولنې  محافظه‌کار غړي ډوبرینډت «بلډ» ورځپاڼې ته وویل چې دغه ډلو د شنبې د ورځې سوله ییز لاریونونه یرغمل کړي وو. هغه زیاته کړه: «ګډوډونکي او لوټماران به وپیژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي. د سولې د دغه ماتولو په پایله کې باید سخت مجازات تعقیب شي.» هغه د پولیسو ستاینه وکړه چې د «پاریس په څېر د تاوتریخوالو د زیاتوالي» مخنیوی یې کړی دی 

د دفاع وزیر بوریس پیستوریوس ، چې د سوشل ډیموکراټ ګوند غړی دی، د عامه نشراتي شبکې  سره په مرکه کې خپل ځان له دغو څرګندونو لیرې کړ او د کډوالو د ډلو په اړه یې د عمومي کولو پر ضد خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ چې دا تاوتریخوالی د مجرمینو او افراطیانو کار دی.

هغه وویل: «اصلاً د کډوالو ډلې کومې دي؟ آیا پدې کې هغه خلک هم شامل دي چې درې نسلونه په آلمان کې اوسېږي او د آلمان اتباع دي؟ موږ په کومه مرحله کې د دغو توپیرونو له کولو لاس په سر کېږو؟ زه باور لرم چې دا لاره په ناسم لوري روانه ده.»

«د زغملو وړ نه ده»

د اپوزیسیون د کیڼ اړخي ګوند د کورنیو چارو ویاندې کلارا بونګر د مشکوکو مجرمینو پر اصل او کلتوري شالید د ډوبرینډت تمرکز «د زغملو وړ نه دی» وباله او پر دې تورن یې کړ چې د لرې ښي اړخو احساسات پاروي.

هغې وویل: «هغه په خپلو څرګندونو سره د توکمپالنې کینې پیاوړې کوي، او دا کار په داسې حال کې کوي چې د حقایقو په اړه ښه پوهېږي.»

هغې ټینګار وکړ چې جرمپوهان په ښکاره توګه ښودلې چې جرم د مختلفو ټولنیزو او شخصي عواملو تر څنګ د مشخصو فرصتونو له مخې شکل مومي او «ساده د یو چا په اصل او نسب نه شي توجیه کېدای.» هغې زیاته کړه: «د یوې بشپړې نسل اندېښنې به د توکمپالنې په روایتونو له منځه لاړې نه شي، بلکې د هغه سیاست له لارې حل کېږي چې د دوی غوښتنې جدي ونيسي.»

دا ناندرۍ وروسته له هغې پیل شوې چې د «Gen Z regelt» په نوم نوښت په آلمان کې په ۳۰ څخه زیاتو ښارونو کې د ټولنیزو لګښتونو د کمولو، د نظامي خدمت (پوځي خدمت) د بیا پيلولو او د حکومت د نورو پالیسیو پر ضد د شنبې په ورځ لاریونونه تر سره کړل.

د لاریونونو تنظیم کونکو وویل چې د ورځې لاریونونه په بشپړ ډول سوله‌ییز وو او ټینګار یې وکړ چې دوی په هغه تاوتریخوالي واک نه لري چې وروسته په ماښام کې پی شو.

ورپسې د ماښام په مهال په څو ښارونو، په ځانګړې توګه په فرانکفورت کې ناامنۍ رامنځته شوې. خنډونه او باریکې اور واچول شوې، دکانونه، د وسلو یو پلورنځی په ګډون، زیانمن او لوټ شول، او پر پولیسو بریدونه وشول.

واکمنو چارواکو څرګنده کړه چې د ماښام د پېښو ډېری برخه اخیستونکو څرګند سیاسی انګېزه نه درلوده او ښايي د فرانسې د پخوانیو لوتونو انځورونه یې تقلید کړي وي.

 

وپلټۍ
د ټرمپ حکومت پلان لري چې ځیني افغان کډوال بیرته افغانستان ته ډیپورت کړي.
که چیرې جمهوري غوښتونکي په منځمهاله ټاکنو کې بریالي نشي، ټرمپ به پر ایران د لوی برید په اړه غور وکړي
وینس : ټرمپ به په ایران کې خامخا خپلې موخې ترلاسه کړي
الماني محصلینو د ټولنیزو بودیجو د کمولو او اجباري عسکري خدمت پر خلاف د سرتاسري مظاهرو ګواښ کړی
اوکراین: د اورګاډي پر تمځای د روسیې په برید کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
پاکستان ویلي دي چې د افغان ځواکونو د بریدونو په ځواب کې په افغانستان کې په بعضو نقطو بریدونه کړي دي.
په اسپانیا کې د دوو ګړندیو اورګاډو د ټکر له امله د لسګونو کسانو د وژل کېدو ویره ده
په بلګراد کې د اسرائیلو د سفارت په یو ساتوونکي افسر د چاقو برید وشو.بریدګر په متقابلو ډزو کې ووژل شو
ټرمپ وايي ډیر ژر به  د پوتین او زیلینسکي لیدنه تنظیم شي.
د امریکا په سان ډیاګو کې اسلامي مرکز ته د مخامخ ګواښ له امله په موقتي توګه وتړل شو.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
امریکا د منځمهاله ټاکنو وروسته  ایران پر وړاندې د شوني کړکېچ په اړه د خلیج هیوادونو ته خبرداری ورکوي
په جرمني کې یو موټر د ګڼې ګوڼې په منځ کې ننوت او لږ تر لږه ۴ کسان ټپیان شول.
ټرمپ اعلان وکړ چې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو افشا کوونکو ته به یو میلیون ډالر انعام  ورکړل شي.
د ایتوپیا په اورومیا سیمه کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۶۰ ارتودوکس عیسویان وژل شوي.
روسیې په اوکراین کې د خرسون په لوري لنډمهاله اوربند پیل کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ملګري ملتونه : اسرائیلو په غزه کې د نسل وژنې ترڅنګ په فلسطیني خاوره کې جنګي جنایتونه هم کړي
اوکراین د روسیې په ورونیژ سیمه کې د بې پیلوټه الوتکې مرګونی برید وکړ.
د صربستان ولسمشر ولسمشر ووچیچ په پارلماني ټاکنو کې خپله ماتې ومنله