تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره، چې د رسمي سفر لپاره د تورکیې په پلازمېنه انقره کې دی، د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې له دوه په دوه لیدنې وروسته په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه


د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې ته په اشارې سره چې لبنان یو ورور هیواد دی چې له ډیرو کلونو راهیسې په سیمه کې د ځینو قدرتونو د سیالۍ او جګړو د ډګر په توګه یې تر ټولو زیات زیان لیدلی، وویل چې په منځني ختیځ کې د ثبات، سولې او همکارۍ له هغه فضا څخه چې دوی یې له پیل څخه هدف ګرځولی، لبنان به یو له هغو هیوادونو وي چې تر ټولو زیاته ګټه به ترلاسه کړي.

اردوغان په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د ۲۰۲۶ کال د مارچ له دویمې راهیسې پر لبنان د اسراییلو د بریدونو له پیل څخه تر اوسه له ۴۳۰۰ ډېر لبنانیان وژل شوي، تر ۲۰۰۰ ډېر ټپیان شوي او یو میلیون خلک د خپلو کورونو او هیواد پرېښودو ته اړ شوي دي. نوموړي داسې وویل:

"دلته یو ځل بیا د ښاغلي ولسمشر په شتون کې د لبنان خلکو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم او ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله کوم. ترکیه له لومړۍ ورځې راهیسې یو له هغو هیوادونو څخه و چې د دغو بریدونو په وړاندې یې تر ټولو کلک غبرګون ښودلی دی. موږ د دې پروسې په جریان کې د اسراییلو لخوا ترسره شوي د بشریت ضد جنایتونه تل په اجنډا کې ساتلي دي. موږ د دغو بریدونو او اشغال د پای ته رسولو لپاره پیل شوي ډیپلوماتیکې هڅې له نږدې څارو. زه غواړم دا څرګنده کړم چې زموږ هیواد چمتو دی چې د سویلي لبنان د بیارغونې په برخه کې، چې د اسراییلو له بریدونو سخت زیانمن شوی، خپله ممکنه مرسته وکړي."

د لبنان ولسمشر جوزف عون هم په خپلو خبرو کې وویل چې د تورکیې او لبنان ترمنځ ژورې او رېښه لرونکې اړیکې شتون لري او زیاته یې کړه: "د دواړو هیوادونو د خلکو د ګټو او د سیمې د ثبات لپاره د همکارۍ ټینګه اراده موجوده ده."

میلمه ولسمشر له ولسمشر اردوغان څخه د تود هرکلي، مېلمه پالنې او بلنې له امله مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د هغه سفر په یو حساس وخت کې ترسره کیږي، ځکه سیمه دا مهال په داسې یو حالت کې ده چې راتلونکی یې پکې انځوریږي.

عون د تورکیې او لبنان ورورولي ډیره مهمه وبلله او وویل چې دا اړیکې به د راتلونکي په جوړولو کې لوی رول ولوبوي. هغه زیاته کړه: "ښاغلی اردوغان په رښتیا هم د خپل لیدلوري او مخلصانه ارادې سره د دغو اړیکو ملاتړ کوي او هوډ لري چې دا اړیکې د همکارۍ یوې نوې کچې ته ورسوي."

عون د تورکیې د جمهوریت د بنسټ اېښودونکي غازي مصطفی کمال اتاترک مشهورې خبرې "په کور کې سوله، په نړۍ کې سوله" ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه وویل: "دا اړیکې به د دواړو هیوادونو له تاریخ سره سم لا وړاندې لاړې شي. د لبنان او تورکیې دوستي دې ژوندۍ وي."

وپلټۍ
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لپاره د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي
د تورکیې د ملي استخباراتو مشر د غزې د سولې پر پلان د خبرو لپاره د حماس له مشر سره وکتل
د ایران ولسمشر: موږ به د خپلې خاورې بشپړتیا وساتو، خو د جګړې د پراخولو لیوالتیا نه لرو
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی