د هند په جنوب کې د موټرسايکل او بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړی

پولیس وايي، په جنوبي هند کې یو مسافر وړونکی بس وروسته له هغې په اور کې وسوځېد چې یو موټر سایکل ورسره وجنګېد، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

د هند په جنوب کې د موټرسايکل او بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړی / Reuters

د هند په جنوب کې د موټرسايکل او بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۲۵ کسانو ژوند د لاسه ورکړی

پولیس وايي، په جنوبي هند کې یو مسافر وړونکی بس وروسته له هغې په اور کې وسوځېد چې یو موټر سایکل ورسره وجنګېد، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۵ کسان مړه او ګڼ نور ټپیان شول.

د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي، ویکرانت پاټیل وویل، د بس او موټرسایکل د جنګیدو نه وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه او اور لمبې په چټګۍ سره بس ته خپرې شوې او د بس دننه په  لسګونه مسافر یې ایسار کړل . هغه وویل چې بس د  اندرا پردیش ایالت په کرنول ولسوالۍ کې پر لویه لار روان و.

پاټیل وویل، ځینو وکولای شول چې کړکۍ ماتې کړي او په لږو ټپونو سره ځانونه وژغوري، په داسې حال کې چې نور مخکې له دې چې مرسته ورسیږي، په اور کې وسوځېدل.

دغه بس چې ۴۴ مسافر په کې سپاره وو، د تلنگانه ایالت له حیدراباد او د کرناټکا ایالت له بنګلور ښارونو ترمنځ روان و.

پېښه د حیدراباد په ۲۱۰ کیلومترۍ جنوب کې د کرنول سره نږدې په چناتیکورو کلي کې رامنځته شوه.

پاټیل وویل، موټر سایکل له شا څخه په تیزۍ سره روان بس سره وجنګېد او لاندې یې بند پاتې شو. دا د یو څه واټن لپاره راکش شو، چې له امله یې سپرغۍ رامنځته شوې او د بس د تیلو ټانکۍ اور واخیست.

پاټیل وویل: "کله چې لوګی خپرېدل پیل شول، چلوونکي بس ودراوه او هڅه یې وکړه چې د اور وژونکي په کارولو سره اور مړ کړي، خو اور دومره شدید و چې هغه یې کنټرول نه شو کړای."

هغه وويل، ډېرى مسافر د پېښې پر مهال ويده وو. بس په بشپړه توګه سوځېدلی او د موټرسايکل ناپېژندل شوی چلوونکی هم مړ شوی دی.

د عدلي طب د کارپوهانو یوې ډلې د پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

لومړي وزیر نریندرا مودي او د اندرا پردیش اعلی وزیر این چندرابابو نایډو، چې د ایالت تر ټولو لوړ پوړی منتخب چارواکی دی، د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د بس دا وژونکې اورلګېدنه په هند کې په کمتر له دوو اونیو کې دویمه دا ډول پېښه ده. د دې میاشتې په پیل کې د هند په شمالي راجستان ایالت کې په یوه مسافر وړونکي بس کې د شکمن شارټ سرکټ له امله اورلګېدنه رامنځته شوه، چې په چټکۍ سره یې موټر په اور کې راګیر کړ او لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل.