لیبیايي نوماند حاجي ته په الوتکه کې اجازه ورنکړل شوه ، الوتکه ۲ ځلې خرابه شوه.

د عامر المنصور قذافي په نامه د لیبیا د هیواد وګړي چې  غوښتل يي په  وروستۍ الوتکه کې د هغو ګڼ شمېر حاجيانو سره يو ځای سعودي عربستان ته د حج لپاره سفر وکړي خو په الوتکه کې ورته د سپریدو اجازه ورنکړ شوه.

/ x

لیبیايي نوماند حاجي ته په الوتکه کې اجازه ورنکړل شوه ، الوتکه ۲ ځلې خرابه شوه.

د عامر المنصور قذافي په نامه د لیبیا د هیواد وګړي چې  غوښتل يي په  وروستۍ الوتکه کې د هغو ګڼ شمېر حاجيانو سره يو ځای سعودي عربستان ته د حج لپاره سفر وکړي خو په الوتکه کې ورته د سپریدو اجازه ورنکړ شوه.

د ویلو ده چې د لیبیا د سبها نړيوال هوايي ډګر د مهاجرت کارکوونکو هغه ودرولو. دا چې د هغه تخلص  قذافي وو او د پخواني پرزول شوي ولسمشر معمر الذافي له تخلص سره یو شان وو په سیستم کې هغه ته د هیواد نه د وتو اجازه نه وه . د هوايي ډګر مسئولینو هغه ودرو او هغه ته يي په الوتکه کې د سپریدو اجازه ورنکړه.

هغه ډیره زیاته هڅه او زارۍ وکړې خو غوښتنه يي رد شوه.

پداسې حال کې چې د هغه د کورنۍ غړو او د هوايي ډګر کارکوونکو هغه ته بیرته د ستنیدو او کور ته د تلو مشوره ورکوله خو  هغه هلته په میدان کې  پاتې شو.

قذافي وويل: "تر هغه به له میدان ونه وځي تر څو حج ته لاړ نشي "

د قسمت مداخله

ویل کیږي الوتکه د سعودي عربستان پر لورې د الوتنې نه لږ وروسته د تخنیکي ستونزې له امله بیرته هوايي ډګر ته راستنه شوه.

الوتکه د تخنيکي ستونزې له امله، چې ایرکنډیشن  سيستم کې رامنځته شوې وه، اړ شوه چې بېرته هوايي ډګر ته راستنه شي.

 د ځايي رسنیو په وینا کله چې الوتکه ښکته شوه، د هوايي شرکت کارکوونکو هڅه وکړه چې قذافي ته په  الوتکه کې د  سپرېدو اجازه ورکړي، د دې لپاره يې له پيلوټ څخه وغوښتل چې دروازه خلاصه کړي.

خو پيلوټ د لوژستيکي ستونزو له امله، چې انجنونه لا هم چالان وو، دا غوښتنه رد کړه.

خو په يو ناڅاپي توګه ، الوتکه د دويمې تخنيکي ستونزې سره مخ شوه چې بيا يې د بيړنۍ راستنېدو اړتيا پيدا کړه.

د دې وروسته، د الوتنې کپتان اعلان وکړ:

“زه قسم خورم چې پرته له عامر څخه به بيا الوتنه ونه کړم،”

د نورو مسافرو د خوشحالۍ او چکچکو په منځ کې، هغه ته په پای کې د الوتکې سپرېدو اجازه ورکړل شوه، چې دا شېبه په ويډيو کې ثبت شوه او په ټولنيزو رسنيو کې پراخه توګه ولیدل شوې.

عامر وروسته په ځايي رسنيو کې وويل: “ما يوازې غوښتل چې حج ته لاړ شم.

او ما باور درلود که دا زما لپاره ليکل شوی وي، هېڅ ځواک به يې مخه ونه نيسي.”

هر کال، زرګونه مسلمانان د حج سفر ترسره کوي.

حج د مسلمانانو لپاره يو فرضي عبادت دی چې بايد لږ تر لږه يو ځل په خپل ژوند کې ترسره شي، که دوی د دې سفر لپاره بدني او مالي وړتيا ولري.

مسلمانان باور لري چې دا مقدس سفر د الله له خوا د غوره شويو کسانو لپاره يو بلنه ده.