افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
له  ایران څخه د افغان ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده
د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د ادارې مشر، نادر یاراحمدي، وویل چې دوی ۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغان ناقانونه کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.
له  ایران څخه د افغان ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده
له  ایران څخه د افغان ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده / AP

له  ایران څخه د افغان ناقانونه کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې ده

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د ادارې مشر، نادر یاراحمدي، وویل چې دوی ۱ میلیون او ۶۰۰ زره افغان ناقانونه کډوال له خپل هېواده ایستلي دي.

د ایران د رسمي خبري اژانس، ایرنا، د راپور له مخې، یاراحمدي په خپل هېواد کې د ناقانونه کډوالو په اړه څرګندونې وکړې.

یاراحمدي وویل چې په ایران کې ۶ میلیونه او ۱۰۰ زره افغان ناقانونه کډوال موجود وو، خو له دې ډلې یې ۱ میلیون او ۶۰۰ زره ایستلي دي او زیاته یې کړه:

"اوس مهال په هېواد کې ۴ میلیونه او ۵۰۰ زره افغان کډوال پاتې دي. د پاتې کسانو په اړه، د هغوی د اجازې د اسنادو پر بنسټ څېړنې روانې دي او د وتلو د نېټې د ټاکلو لپاره کار روان دی."

یاراحمدي ټینګار وکړ چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د حکومت له بدلون وروسته، د پخواني حکومت ډیری چارواکي ایران ته راغلي دي او ویې ویل: "د افغانستان د پخواني حکومت هغه پوځي پرسونل ته چې خپل هېواد ته په ستنېدو سره یې د ژوند خطر موجود و، په هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې ده."

یاراحمدي څرګنده کړه چې ۷۵ سلنه ایستل شوي افغان وګړي د خپلې غوښتنې پر اساس له هېواده وتلي دي او زیاته یې کړه:

"د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پر مهال، ډیری بهرنیانو د بېرته ستنېدو مرکزونو ته غوښتنلیکونه وړاندې کړل. د جګړې له امله مو ورته وویل چې باید په خپلو امکاناتو پولې ته ولاړ شي. پر پوله هم ګڼه ګوڼه جوړه شوه، خو موږ په ۱۵ ورځو کې وکولای شول چې وضعیت سم کړو."

ایران په ۲۰۲۳ کال کې د ناقانونه کډوالو پر وړاندې خپلې پالیسۍ سختې کړې

ایران د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي لپاره په ۲۰۲۳ کال کې د هېواد پر ختیځو پولو د شاوخوا ۹۰۰ کیلومتره اوږد دیوال جوړول پیل کړي وو.

د اسرائیلو او ایران ترمنځ د جون په ۱۳مه د پیل شویو متقابلو بریدونو پر مهال، اسرائیلو د ایران دننه ورانکارۍ او ترهګریز عملیات ترسره کړي وو.

د انادولو خبري اژانس خبریال د چارواکو څخه د ترلاسه کړو معلوماتو له مخې، په دې موده کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان د ایران د امنیتي ځواکونو لخوا د اسرائیلو لپاره د کار کولو په تور نیول شوي وو.

همدارنګه، د هېواد په رسنیو کې داسې معلومات خپاره شوي وو چې د هغو کسانو یوه برخه چې د اسرائیلو د پټو خدماتو (موساد) لپاره د جاسوسۍ تور پرې لګول شوی، هغه افغان وګړي دي چې په ناقانونه توګه هېواد ته ننوتلي وو.

د ایران په رسنیو کې، د دې کسانو یوه برخه داسې معرفي شوې وه چې په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو لخوا د کابل له نیولو وروسته، له کابل هوايي ډګر څخه په تېښته نه وو بریالي شوي او وروسته بیا اروپا ته د رسېدو په هیله د اسرائیلو د استخباراتو په دام کې لوېدلي وو.

خو پخپله ډیری ایرانیان هم د ایران د حکومت دا ادعا ردوي.

 

وپلټۍ
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی
اردوغان له ټرمپ سره په تلیفوني اړیکه کې د ایران د اوربند د غځولو هرکلی وکړ
د څو مهمو خبرونو لنډیز
راپور: د ایران د جګړې د راتلونکي پر سر په تیلیفوني خبرو کې د ټرمپ او نتنیاهو ناندرۍ
اسرائیلي رسنۍ ویلي ټرمپ او نتنیاهو د ایران په اړه «ډراماتیکې» خبرې کړي
اسرائیلي ځواکونو د سوریې په سویل کې په قنیطره کې په وروستۍ چاپه کې دوه سوریایي وګړي تښتولي دي