هندي چارواکی : د امریکا لخوا پر هندي وارداتو ۵۰ سلنه تعرفې لګول به دوې د ستونزې سره مخامخ کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي چې د هند د ناخالص کورني تولید  په سلو کې نیمه برخه کمولی شي. دا خبره  د هند د اقتصاد مشر سلاکار وی اننتا ناګیسواران د دوشنبې په ورځ په بلومبرګ ټي وي کې په یوه مرکه کې وکړه.

د هند د اقتصادي چارو لوی سلاکار وي آننتا ناگيسوارن په نوي ډیلي کې د يوې خبري غونډې پر مهال اشاره کوي. / Reuters

هندي چارواکي خبرداری ورکړی دی چې د امریکا لخوا پر هندي محصولاتو به  ډیره ددې هیواد کورني تولیدات ډیر اغیزمن کړي.د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هند څخه پر وارداتو ۵۰ سلنه تعرفې لګولې دي چې د هند د ناخالص کورني تولید  په سلو کې نیمه برخه کمولی شي. دا خبره  د هند د اقتصاد مشر سلاکار وی اننتا ناګیسواران د دوشنبې په ورځ په بلومبرګ ټي وي کې په یوه مرکه کې وکړه.

هغه وویل: "په دې مالي کال کې، د دې تعرفو د دوام د موده پورې اړه لري، دا ممکن د د ناخالصو کورني تولیداتو په سلو کې ۰.۵ څخه تر ۰.۶ پورې اغېز وکړي." ناګیسواران دا څرګندونې بلومبرګ ټي وي ته وکړې.

ټرمپ، چې هڅه کوي د اوکراین جګړې ته د پای ټکی کېږدي، ویلي چې د هند د تېلو واردات د مسکو د جګړې هڅو ته مالي ملاتړ برابروي. هغه تېر میاشت د هند پر وارداتو تعرفې دوه برابره کړې او ۵۰ سلنې ته یې ورسولې.

د هند د مالیې وزیرې نرملا سیتارامان تېره اوونۍ وویل چې د نړۍ درېیم ستر د تېلو واردوونکی او مصرفوونکی هېواد به د روسیې تېل اخیستل جاري وساتي، ځکه چې دا اقتصادي ګټه لري.

د امریکا او هند ترمنځ د دوه اړخیزو توکو سوداګرۍ په ۲۰۲۴ کال کې ۱۲۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې وه، چې د امریکا د سوداګرۍ کسر ۴۵.۸ میلیارد ډالر و، د امریکا د سرشمېرنې ادارې د معلوماتو له مخې.

د صادرونکو ډلو اټکل کړی چې دا تعرفې به د هند د ۸۷ میلیارد ډالرو صادراتو شاوخوا ۵۵ سلنه اغېزمن کړي، په داسې حال کې چې ویتنام، بنګله‌دېش او چین ته به ګټه ورسوي.

ناګیسواران وویل چې د روان مالي کال لپاره د حکومت د ۶.۳ څخه تر ۶.۸ سلنې د ودې وړاندوینې سره به پاتې شي، په داسې حال کې چې د اپرېل-جون ربعې ۷.۸ سلنه وده کړې وه، چې دا په تېرو یو کال کې تر ټولو چټکه وده وه.