نړۍ
1 د لوستلو دقیقه
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
راپورونه وایي چې د اوکراین پر پلازمېنې کییف باندې د روسي پوځ په هوايي برید کې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي

د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو په خپله ټولنیزه پاڼه کې په یوه لیکلي بیان کې وویل چې روسیې تېره شپه پر پلازمېنې توغندیز برید کړی دی.

کلیچکو د دې معلوماتو په ورکولو سره چې برید په ځايي وخت د شپې په ۰۲:۳۶ بجو پیل شوی، وویل چې پر کییف بالستیک توغندي ویشتل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې برید له امله د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې مالي زیانونه او ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

کلیچکو د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ وویل چې په دې برید کې ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د ۴ ماشومانو په ګډون ۲۸ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د بیړنیو حالاتو دولتي ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د کییف په ۵ بېلابېلو سیمو کې یې د لټون او ژغورنې عملیات پیل کړي دي.

بلخوا د اوکراین پوځ په یوه بیان کې ویلي چې پر هېواد د روسیې هوايي بریدونه لا هم دوام لري.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ