سیاست
3 د لوستلو دقیقې
د امریکا مرستیال ولسمشر وېنس، د امریکا–ایران خبرو اترو پر مهال په منځني ختیځ کې اوږدمهاله جګړه رد کړ
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس وویل، متحده ایالات به په منځني ختیځ کې په یوې بې پایلې جګړې کې ښکېل نه شي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د اټومي خبرو اترو په منځ کې د دغه هېواد پر وړاندې پر پوځي انتخابونو غور کوي.
د امریکا مرستیال ولسمشر وېنس، د امریکا–ایران خبرو اترو پر مهال په منځني ختیځ کې اوږدمهاله جګړه رد کړ
د امریکا مرستیال ولسمشر وېنس، د امریکا–ایران خبرو اترو پر مهال په منځني ختیځ کې اوږدمهاله جګړه رد کړ / AP


د امریکا مرستیال ولسمشر رسنیو ته په خپلو څرګندونو کې وویل چې د اوږدې جګړې "هېڅ امکان نشته"؛ هغه ټینګار وکړ چې پخواني عملیات محدود وو او ډیپلوماسي لا هم تر ټولو غوره انتخاب دی.
د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس وویل، متحده ایالات به په منځني ختیځ کې په یوې بې پایلې جګړې کې ښکېل نه شي، په داسې حال کې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران سره د اټومي خبرو اترو په منځ کې د دغه هېواد پر وړاندې پر پوځي انتخابونو غور کوي.

وېنس، چې له ویسکانسین څخه واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال یې له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره خبرې کولې، د کلونو اوږدې جګړې نظریه رد کړه. هغه پوسټ ته وویل: "دا فکر چې موږ به په منځني ختیځ کې په یوې داسې جګړه کې ښکېل شو چې پای یې نه ښکاري او کلونه دوام وکړي؛ د داسې یو څه د پېښېدو هېڅ امکان نشته."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې متحده ایالاتو او ایران د پنجشنبې په ورځ په جنیوا کې د تهران د اټومي پروګرام په اړه د لوړې کچې خبرو اترو په دوام کې د غیر مستقیمو خبرو دریم پړاو ترسره کړ. ایراني چارواکو، د نظرونو د اختلاف سربېره، دا خبرې جدي او ګټورې وبللې.

وېنس تېر کال په ایران کې ترسره شوي پوځي عملیات او د جنورۍ په میاشت کې د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو نیول د هغو عملیاتو د بېلګو په توګه یاد کړل چې پولې او اهداف یې روښانه وو. هغه وویل، دغو اقداماتو روښانه موخې او د پای ټکي لرل.

د امریکا مرستیال ولسمشر وویل چې هغه لا هم ځان "په بهرنیو پوځي مداخلو شکمن کس" ګڼي. هغه پوسټ ورځپاڼې ته وویل: "زه فکر کوم چې موږ ټول د ډیپلوماټیک انتخاب ملاتړ کوو. خو دا حالت په اصل کې په دې پورې تړلی چې ایرانیان به څه کوي او څه وايي."

کله چې د تېرو جګړو د درسونو په اړه ترې وپوښتل شول، وېنس خبرداری ورکړ چې دا درسونه باید هېر نه کړل شي او نه هم په ړوند ډول تکرار شي. هغه وویل: "زه فکر کوم چې موږ باید د تېر وخت د تېروتنو له تکرار څخه ډډه وکړو. په ورته وخت کې، باید د تېر وخت له درسونو څخه له حده زیاتې پایلې هم ونه باسو." وېنس زیاته کړه: "یوازې دا چې یو ولسمشر یوه پوځي جګړه خرابه کړه، د دې مانا نه ده چې موږ به بیا هېڅکله په کوم پوځي بهیر کې ښکېل نه شو."

له بلې خوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د جنیوا غونډه یوه "ګټوره" ناسته وبلله چې پرمختګ په کې شوی او ویې ویل چې د خبرو نوی پړاو به شاوخوا یوه اونۍ وروسته ترسره شي. عراقچي د ایران دولتي رسنیو ته په مرکه کې وویل: "البته، لا هم د نظر اختلافونه شته، چې دا طبیعي ده؛ خو د تېر په پرتله دواړه خواوې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره ډېره جدي اراده ښيي."

د ټرمپ "ملت ته وینا" د ایران د توغندیز پروګرام او اټومي هیلو په اړه اندېښنې زیاتې کړې، سره له دې چې چارواکي ډیپلوماسۍ ته دوام ورکوي.

 

وپلټۍ
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي
یو عدلي طب کارپوه وايي چې د اپسټین مړینه تر ځان‌وژنې ډېره له وژنې (قتل) سره ورته والی لري
وینس وايي د ټرمپ اداره به اجازه ورنه کړي چې له ایران سره جګړه پر یوې بلې «نه ختمېدونکې جګړې» بدله شي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اردوغان د تورکیې په کوربه‌توب د COP31 سرمشریزه په تاریخ کې «تر ټولو بریالۍ» سرمشریزه وبلله.
ایران وايي چې هرمز تنګي ته نږدې یې د امریکا یوه پوځي بې‌ پیلوټه الوتکه نیولې ده
عراقچي وايي،د امریکا لخوا د ایران د شرطونو د منلو په صورت کې په دوو ورځو کې به هرمز تنګی پرانیزو.
په هرمز تنګي کې درې د تېلو لېږدوونکې بېړۍ له سمندري ماینونو سره جنګیدلي دي.
شیخه حسینه واجد وايي چې د اعدام د سزا له ګواښ سره سره به په ډسمبر کې بنګله دېش ته ستنه شي.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، اسرائیلو په غزه کې په تازه بریدونو کې درې فلسطینیان وژلي دي
پاکستان : د سیمه‌ییزې همکارۍ د پرمختګ لپاره افغانستان باید د ګاونډیان اندیښنې حل کړي