ایران پر اسرائیلو ځوابي بریدونو ته دوام ورکوي.

ایران په اسرائیل کې په څو ځایونو برید کړی، چې له امله يي ګنشمیر ودانیو ته زیان اوښتی او اورلګیدنې رامنځته شوي دي . د ویلو ده چې د اسرائیلو دفاعي سیستم د ډیری بریدوو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

/ Reuters

ایران پر اسرائیلو بریدونو ته دوام ورکوي.

ایران په اسرائیل کې په څو ځایونو برید کړی، چې له امله يي ګنشمیر ودانیو ته زیان اوښتی او اورلګیدنې رامنځته شوي دي . د ویلو ده چې د اسرائیلو دفاعي سیستم د ډیری بریدوو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

د اسرائیلو د پوځ راډیو د راپور له مخې، ګڼ شمېر توغندي چې ګومان کېږي له ایران څخه توغول شوي، د اسرائیل په خاوره کې ولګېدل.

که څه هم پوځ د دقیقو ځایونو په اړه څه نه دي ویلي، خو د اسرائیل هیوم ورځپاڼې راپور ورکړی چې لږ تر لږه دوه توغندي د بیت المقدس او د تل ابیب ته نږدې د شارون په سیمه کې لګیدلي دي.

د چینل ۱۲ راپور له مخې د توغندیو بریدونو د اسرائیل په مرکزي برخه کې یوې ودانۍ ته زیان اړولی او د اور وژنې ډلې په شاوخوا ۲۰ موټرو کې د لګیدولو اورونو نه د مړولو لپاره سیمې ته ورغلي دي.

د راپورونو له مخې، د اسرائیل په شمالي برخو کې هم  په ګڼشمیر ودانیو  د توغندیو د پارچو د لګیدو له امله اور لګیدنې رامنځته شوي دي.

په سیمه کې کړکېچ هغه وخت زیات شو کله چې د جمعې په ورځ اسرائیل په ایران کې په څو ځایونو، چې پوځي او اټومي تاسیسات هم پکې شامل وو، هوايي بریدونه وکړل، چې ایران یې په ځواب کې د غچ اخیستلو بریدونه وکړل.

د اسرائیلي چارواکو په وینا، د ایران د توغندیو په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

ایران ویلي چې د اسرائیل په بریدونو کې لږ تر لږه ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۱۰۰۰ زیات ټپیان شوي دي.