نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
کاناډا غزې ته د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
د کاناډا د  لومړي وزیر دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د کاناډا لومړي وزیر کارني د اسرائیل له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې پر هغو نړیوالو اتباعو پچې غزې ته پر لار د مرستې رسونې په کاروان کې سپاره وو برید د نه منلو وړ وباله
کاناډا  غزې ته  د مرستې رسونې له کاروان (فلوټیلا) د فعالانو سره  د اسرائیل 'وحشتناک چلند وغانده
مارک کارني

د کاناډا لومړي وزیر کارني د اسرائیل ولسمشر اسحاق هرزوګ ته د هغو نړیوالو اتباعو په اړه چې غزې ته پر لار د مرستې رسونې په کاروان کې سپاره وو، د نه منلو وړ چلند له امله سختې خبرې کړې دي.
د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له اسرائیلي ولسمشر اسحاق هرزوګ سره په ټیلیفوني خبرو کې هغه ته سختې خبرې کړي دي.

د کاناډا د  لومړي وزیر دفتر د دوشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، کارني "پر دې ټینګار وکړ چې د کاناډايي اتباعو په ګډون د هغو ملکي وګړو په وړاندې وحشتناک چلند چې د غزې د مرستو په کاروان کې سپاره وو، د منلو وړ نه دی او هغه د دې پېښې په اړه د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه."

کارني همدارنګه د اسرائیل د ملي امنیت د وزیر ایتامار بن ګویر څرګندونې "په کلکه وغندلې"؛ بن ګویر د هغو فعالانو په اړه چې لاسونه یې تړل شوي او سترګې یې پټې وې، په ملنډو ویلي وو: "موږ له ترهګرو سره همداسې هرکلی کوو."

بشري مرستو ته لاسرسی او د مېشت ځایونو د جوړولو درول

لومړي وزیر هرزوګ ته وویل چې د دوه-دولتونو د حل‌لارې او د اسرائیلو تر څنګ د فلسطین د خپلواک دولت جوړېدو په اړه د کاناډا "نه متزلزل کېدونکی ملاتړ" نه دی بدل شوی. خو کارني د اسرائیل له "امنیت" څخه د کاناډا ملاتړ هم څرګند کړ.

په دغو هر اړخیزو خبرو کې، دواړو مشرانو په منځني ختیځ کې د کړکېچ پر کمولو، په مهمو سمندري لارو لکه د هرمز تنګي کې پر ثبات او غزې ته په بې قیده او شرطه بشري مرستو د اجازې ورکولو پر اړتیا خبرې وکړې.

کارني یو ځل بیا د کاناډا پر دغه دریځ ټینګار وکړ چې د اسرائیلي مېشت ځایونو پراخول غیر قانوني دي او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې یې د یهودي مېشتو د تاوتریخوالي پر پای ته رسولو غږ وکړ.د لبنان په اړه، دواړو لورو د "خبرو اترو د پرمختګ" لپاره له هڅو هرکلی وکړ.

وپلټۍ
امریکا په اروپا کې ناټو ته ورکړل شوې الوتکې او جنګي کښتۍ کموي
ټرمپ ادعا کوي چې له ایران سره به «لویه» هوکړه په اروپا کې لاسلیک شي
غزه کې د اسرائیلو په ډزو کې درې فلسطینیان ټپیان شوي، پوځ په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې کور ویجاړ کړ
په سوریه کې د بهرنیو چارو په وزارت سایبري برید شوی
اسرائیل په فلسطین کې خپل اشغال ته وسعت ورکوي
نړیوال قدرتونه د امریکا او ایران ترمنځ د زغم غوښتنه کوي
تورکیې د جنوبي قبرس د یوناني ادارې او فرانسې ترمنځ د ځواکونو د تړون په اړه سخت غبرګون وښود
ایران له وروستیو امریکايي بریدونو وروسته اوربند "بې مانا" اعلان کړ
د برېتانیا وزیر په شمالي آیرلنډ کې د کډوالۍ ضد تاوتریخوالی 'نژادپاله بدماشي' وبلله او ویې غندله
د سویس او فرانسې په پوله د جي-۷ (G7) سرمشریزه؛ د لاریونونو له وېرې سخت امنیتي تدابیر
اسرائیل وايي چې له لبنان څخه توغول شوي توغندي یې ځواکونو ته نږدې لګیدلي دي
په سویلي چین کې یوې چاودنې اووه کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل
د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس: نتانیاهو 'بې له شکه ځینې غلط کارونه کړي دي'
په ایران کې دننه د امریکا پراخو نویو بریدونو ګڼې موخې لړزولې دي
ایران وايي په اردن کې یې د امریکا په هوايي اډه برید کړی او ادعا کوي چې جنګي الوتکې یې ویجاړې کړې دي