په سویس  کې د سکي بازۍ په یو مرکز کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د نوي کال د لمانځلو پر مهال د کرانس-مونټانا په الپاین سکي بازۍ په یو مرکز کې چاودنه شوې چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. پدې پیښه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

By
په سویس  کې د سکي بازۍ په یو مرکز کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې / AP

په سویس  کې د سکي بازۍ په یو مرکز کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د نوي کال د لمانځلو پر مهال د کرانس-مونټانا په الپاین سکي بازۍ په یو مرکز کې چاودنه شوې چې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه. پدې پیښه کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

رسنیو د پنجشنبې په ورځ د پولیسو په حواله خبر ورکړ چې د سویس په کرانس-مونټانا سکي بازۍ په یو مرکز کې په یوه بار کې د چاودنې له امله ګڼ کسان وژل شوي او یو شمیر نور ټپیان دي.

پولیسو رسنیو ته په یوه بیان کې ویلي، چاودنه د شپې په نیمايي کې د  "کونسټیلیشن" نومي بار کې شوې ده.

د سویس ځايي رسنیو د والیس کانتون د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې له چاودنې وروسته اورلګېدنه هم رامنځته شوې او د پېښې ځای ته بېړنۍ مرستندویه ډلې استول شوې دي.

چارواکو ویلي، چې د چاودنې لامل تر څېړنې لاندې دی او په اړه یې سمدستي نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.