د اسرائیلو پوځي محکمې ۷ تنه اسرائیلي سرتیري په خپلو همکارانو د جنسي تیري په تور نیولي دي

د اسرائیلي پوځ یوې محکمې د اوو عسکرو توقیف د شپږو نورو ورځو لپاره تمدید کړی دی، چې د جنسي تېریو، ناوړه چلند او ګواښونو په تورونو تورن دي. دا خبر د اسرائیلي رسنیو لخوا ورکړل شوی دی.

/ AP

اسرائیلو پوځ ۷ تنه اسرائیلي سرتیري په خپلو همکارانو د جنسي تیري او ناوړه چلند په تور تورن کړل.

د اسرائیلي پوځ یوې محکمې د اوو عسکرو توقیف د شپږو نورو ورځو لپاره تمدید کړی دی، چې د جنسي تېریو، ناوړه چلند او ګواښونو په تورونو تورن دي. دا خبر د اسرائیلي رسنیو لخوا ورکړل شوی دی.

د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د راپور له مخې، محکمې امر کړی چې یاد عسکر دې د شپږو نورو ورځو لپاره په توقیف کې پاتې شي.

تورنو کسانو د اسرائیلي هوايي ځواک د "ایرو" توغندیو دفاعي واحد غړي دي او د سه شنبې په ورځ د خپلو همکارو عسکرو د راپور او ادعاء نه وروسته  د داخلي تحقیقاتو لپاره نیول شوي دي.

د راپور له مخې، دغه جرمونه په تېرو شپږو میاشتو کې د "مشرتابه لوبو" په نوم ترسره شوي او څو اونۍ یې دوام کړی، چې په کې د جنسي تېریو ادعاوې هم شاملې دي.

د پوځ پولیس لا هم په دې اړه خپلې پلټنې روانې ساتلي دي.

د اسرائیلي پوځ لخوا په دې اړه کومه عامه اعلامیه نه ده خپره شوې.