تورکیې د سوریې پر سویلي برخو د اسرائیلو بریدونه وغندل او دا يي "یو خطرناک کړکېچ" بللی
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه برید له نړیوالو قوانینو او د سوریې له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده.
د تورکیې بهرنیو چارو وزارت وايي، دغه برید له نړیوالو قوانینو او د سوریې له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده.
تورکیې د سوریې په سویل کې پر پوځي زیربناوو د اسرائیلو برید غندلی او هغه یې "خطرناک کړکېچ" بللی دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل، چې دغه برید له نړیوالو قوانینو او د سوریې له حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه سرغړونه ده.
دغه وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د اسرائیلو د بریدونو د درولو لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د بېلولو د تړون پر پلي کولو یې ټینګار وکړ.
په اعلامیه کې راغلي: "تورکیه به د پخوا په څېر، د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا، یووالي او حاکمیت پر بنسټ په دغه هېواد کې د تلپاتې ثبات او امنیت د ټینګښت په هڅو کې د سوریې له حکومت او خلکو سره خپل پیوستون ته دوام ورکړي."
تر دې مخکې، د اسرائیلو پوځ ادعا کړې وه چې دوی په جنوبي سوریه کې د دمشق د حکومت اړوند پوځي اډو کې یو قومانداني مرکز او د وسلو ډیپوګانې په نښه کړي دي.
د سوریې د بهرنیو چارو وزارت هم پر پوځي زیربناوو د اسرائیلو دغه برید غندلی دی.